ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې ځيني سړکونه د خرابېدو په حال کې دي

په ننګرهار کې ځيني سړکونه د خرابېدو په حال کې دي

author avatar
25 Oct 2014 - 16:18
په ننګرهار کې ځيني سړکونه د خرابېدو په حال کې دي
author avatar
25 Oct 2014 - 16:18

جلال اباد (پژواک ٣ لړم ٩٣): د ننګرهار ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې په دغو ولسواليو کې جوړ شوي سړکونه د تخريب له ګواښ سره مخ دي.

دوى وايي چې په ګڼو ولسواليو کې سړکونه جوړ شوي خو دا مهال د فوايد عامې وزارت د نه پاملرنې له امله بېرته خراب شوي او که چېرې يې مخه ونه نيول شي نو لرې نه ده چې د څه وخت په تېرېدو سره به په بشپړ ډول تخريب شي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي حکيم الدين شنيواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هسکې مېنې تر ولسوالۍ پورې سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى، چې اوس ځاى ځاى خراب شوى دى.

نوموړى وايي که چېرې د تخريب شوي ځايونه بېرته ترميم نه شي نو لرې نه ده چې نور سړک به هم تخريب شي او بيا به يې جوړېدل سخت وي.

ده زياته کړه: ((د لارې په اوږدو کې بېلابېل داسې ځايونه شته چې سړک يا ماين تخريب کړى يا اوبو تخريب کړى او يا هم د بې احتياطۍ له امله تخريب شوى بايد ترميم شي.))

د حکيم الدين په خبره، کوم ځايونه چې څو مياشتې لږ تخريب شوي وو اوس ډېر شوي او بايد د فوايد عامې رياست چارواکي يې ساتنه او ترميم وکړي.

د هسکې مېنې يو بل اوسېدونکى علي ګل هم ورته خبره کوي او وايي چې په ځينو ځايونو کې د ماينونو له امله يو شمېر پولچکونه هم تخريب شوي خو تر اوسه يې چا د جوړېدو په اړه کوم ګام نه دى پورته کړى.

د هسکې مېنې ولسوال محمدحسن هم ورته خبره کوي او وايي چې په يادې ولسوالۍ کې له عملياتو وروسته امنيتي ستونزې کمې شوې او اوس د فوايد عامې رياست کارکوونکي کولى شي چې سړک ورغوي.

نوموړي وويل: ((ريښتيا هم سړک تخريب شوى او بايد رغونه يې ترسره شي او که چېرې ترسره نه شي نو ټول به له منځه ولاړ شي.))

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکى زاهد الرحمن هم د دې ولسوالۍ د سړکونو د تخريب خبره کوي او وايي چې بايد تخريب شوي ځايونه ورغول شي او که چېرې داسې ونه شي نو لرې نه ده چې ټول سړک به خراب شي.

دى وايي چې د فوايد عامې رياست کار کوونکي بايد د يادې ولسوالۍ د سړک څارنه وکړي تر څو خراب ځايونه يې بېرته ورغوي او د سړک په بشپړ ډول د له منځه تلو مخه ونيسي.

نوموړي وويل: ((لسګونه ماينونه پر دې لار چاودلي دي، څو ورځې وړاندې هم ځانمرګى وشو او له هغې وړاندې هم د کنډک مخې ته ځانمرګي وشول.))

د غني خېلو ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې يوه غړي کليم الله نوبهار پژواک اژانس ته وويل چې دوى به په نږدې راتلونکي کې د فوايد عامې له رياست سره هم خبرې وکړي.

نوموړي وويل: ((موږ هوډ کړى چې په نږدې وخت کې يو شمېر ځوانان د فوايد عامې له رياست سره خبرې وکړو تر څو سړکونه له تخريبه وژغورو.))

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي عرفان هم ورته خبره کوي او وايي چې د دې ولسوالۍ تېر شوى سړک يو څه تخريب شوى او که چېرې د خراب شوو ځايونو رغونه ونه شي نو سړک به بېخي خراب شي.

ده وويل: ((بايد د فوايد عامې رياست د څارنې ټيم له سړکه څار وکړي او په کومو ځايونو کې چې تخريب شوى وي، بېرته يې ورغوي.))

دى وايي چې په يو شمېر ځايونو کې وسله والو سړک پر ماينونو خراب کړى دى.

د خوګياڼو د وزيرو اوسېدونکى فولاد وايي چې له کږې تر وزيرو پورې تېر شوى سړک ځاى ځاى تخريب شوى او بايد ولايتي اداره اړوند ارګانونو ته د جوړېدو امر وکړي.

ده زياته کړه: ((د سړک په منځ کې اول ډېره وړه کنده وي او کله چې پرې وخت تېر شي دومره لويه شي چې ټول سړک خراب کړي.))

دى وايي چې يو شمېر پولچکونه هم تخريب شوي خو که ورغول شي نو ډېر خلک به په دې برخه کې له ستونزو وژغورل شي.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقير پژواک اژانس ته وويل چې دوى د ټولو ولسواليو د سړکونو د حفظ او مراقبت دنده پر غاړه لري.

نوموړي زياته کړه چې د دوى پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ ناامني ده او که چېرې په سيمه کې ناامني نه وي موجوده دوى به هېڅ وخت داسې کوم سړک چې ځينې برخې يې تخريب شوې وي په وران حالت پرې نه ږدي.

ده زياته کړه: (( کومو سيمو کې چې تخريب صورت نيولى وي، موږ ورځو ولسوالۍ په جريان کې اچوو، خو څه ډول چې په کار ده موږ د ناامنۍ له امله په هغه ډول کار نه شو کولى.))

دى وايي چې دوى د ډېرى هغو سړکونو داغ ګريانې نيولي کوم چې تخريب شوي خو په کومو سيمو کې چې ناامني موجوده ده، دوى نه شي کولى چې پر خلاص مټ کار وکړي.

ياده دې وي چې دا مهال د ننګرهار د ګڼ شمېر ولسواليو سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي خو اوسېدونکي يې د تخريب له امله ګڼ شکايتونه لري.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.