ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګيلاني: وسله وال مخالفين هم بايد د ملي يووالي په پروسه کې شامل کړاى شي

ګيلاني: وسله وال مخالفين هم بايد د ملي يووالي په پروسه کې شامل کړاى شي

author avatar
25 Oct 2014 - 15:27
ګيلاني: وسله وال مخالفين هم بايد د ملي يووالي په پروسه کې شامل کړاى شي
author avatar
25 Oct 2014 - 15:27

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٣): د ملي اسلامي محاذ ګوند کفيل سيد حامد ګيلاني وايي چې د دولت وسله وال مخالفين هم بايد د ملي يووالي په پروسه کې شامل کړاى شي.

ګيلاني دغه څرګندونې د لړم په ٣مه له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې د ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ په هېواد کې د ملي يووالي حکومت رامنځته شوى، سوله او ثبات رامنځته کول د دغه حکومت په لومړيتوبونو کې دي.

نوموړي د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د اجرائيه رياست جوړېدو ته په اشارې سره وويل چې دا د هېواد د لوړو ملي ګټو په نظر کې نيولو سره جوړ شوى او د ملي يووالي د ټينګښت او تضمين لپاره يوه پيلامه ده.

ګيلاني زياته کړه: ((هيله من يم چې د اجرائيه رياست د جوړېدو دغه نوې تجربه نور هم افغانستان شموله شي او هغه وګړي چې له دې پروسې د باندې پاتې شوي، هم د ملي يووالي په پروسه کې شامل شي.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړه چې له دغو خلکو يې موخه د دولت وسله وال مخالفين دي.

ده هيله څرګنده کړه چې د ولسمشر اشرف غني حکومت به د سولې او ثبات لپاره جدي اقدامات په لاره واچوي او لکه څرنګه چې يې ويلي، دا يې په کاري لومړيتوبونو کې هم دي.

دى وايي چې په هېواد کې د خير او ملي وحدت لپاره چې هر قدم اخيستل کېږي، د افغانستان ملي اسلامي محاذ ګوند يې هر اړخيز ملاتړ کوي.

حامد ګيلاني وويل چې پخوا د سولې لپاره نور اهداف په کار اچول کېدل، خو د نوي حکومت به لومړى هدف د خداى رضا او د ولس سوکالي او امنيت وي.

هغه زياته کړه چې ګوند يې له دې امله د ټاکنو پر مهال د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ او اوس يې هم کوي چې هغه د ټولو کارونو په اړه کلکه اراده او قاطعيت لري.

د ګيلاني په وينا، ولسمشر غني چې د فساد پر ضد د جدي مبارزې او ښې حکومتولۍ په اړه کومې ژمنې کړې وې، پر هغو ولاړ او عملي اقدامات يې پيل کړي دي.

دى وايي چې له يوه قوي او مسوول حکومت جوړولو سره ولسمشر کولى شي دغه هېواد او ولس ته له شته ستونزو او ناخوالو نجات ورکړي.

د ملي اسلامي محاذ ګوند کفيل وويل چې ولسمشر غني لنډمهال، منځمهال او اوږودمهال پروګرامونه لري چې په پلي کېدو سره به يې هېواد د پرمختګ او ترقۍ په لوري ګامونه واخلي.

د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت د لومړيو درېيو اونيو کارونو او فعاليتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې حامد ګيلاني وويل چې په دومره کمه موده کې د يوه حکومت په اړه قضاوت نه شي کېداى، خو زياته يې کړه چې په کوم جديت او قاطعيت چې هغه کارونه پيل کړي، دوى ډاډمن دي چې دا به په سمه توګه ادامه مومي.

ده زياته کړه: ((موږ عملاً ګورو چې هغه پر خپلو ژمنو کلک ولاړ او عملي اقدامات يې پيل کړي دي، موږ ورسره کلک ولاړ او ملاتړي يې يو.))

په دې وروستيو کې د ملي امنيت له خوا د حقاني شبکې د مشر جلال الدين حقاني د زوى انس حقاني د نيول کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ګيلاني د هېواد د ملي ځواکونو ستاينه وکړه چې اوس ډېر پياوړي شوي او دقيق عمليات ترسره کوي.

هغه وايي، د انس حقاني نيول کېدل د امنيتي ځواکونو پياوړتيا او ځواکمنتيا په ډاګه کړه او هيله يې څرګنده کړه چې دوى به په راتلونکي کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.

خو ګيلاني وويل چې تر اوسه د حقاني شبکې د فعاليتونو په اړه د انس حقاني نوم نه دى اورېدل شوى او زياته يې کړه چې د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه به په دې اړه پرېکړه کوي.

ده زياته کړه چې ولسمشر غني په قضايي ارګانونو او څارنوالۍ کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه کړې او اوس به په دغو ارګانونو کې حق حقدار ته ورسول شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.