ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوژن : د هېواد حلقوي سړک لپاره نوى تخنيکي پلان جوړ شوى

اوژن : د هېواد حلقوي سړک لپاره نوى تخنيکي پلان جوړ شوى

author avatar
26 Oct 2014 - 15:38
اوژن : د هېواد حلقوي سړک لپاره نوى تخنيکي پلان جوړ شوى
author avatar
26 Oct 2014 - 15:38

کابل ( پژواک ٤ لړم ٩٣): د فوايد عامې سرپرست وزير وايي، د هېواد حلقوي سړک د يوې برخى قراردادي کمپنۍ، کاري وړتيا او دغه پروژه اقتصادي معقوليت نه لري، خو دوى ورته نوى تخنيکي پلان جوړ کړى دى.

 دغه راز هغه په داسې حال کې چې وايي، ځينې سړکونه بې کيفيته جوړ شوي، زياتوي چې د فوايد عامې وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت لپاره لازمه بوديجه په واک کې نه لري.

د فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان حلقوي سړک ٣٤٦٢ کيلومتره اوږدوالى لري او د جوړيدو چارې يې په ٢٠٠٢ زيږديز کال کې پيل شوي او تر اوسه يې ٩٠ سلنه کار مخ ته تللى دى.

 ټاکل شوى وه،چې د دې سړک کار په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې پاى ته ورسيږي، خو د امنيتي او نورو ستونزو له امله  تر اوسه نه دى بشپړ شوى.

د افغانستان حلقوي سړک له کابل څخه پيل د پروان ،بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس، هرات، کندهار، غزني او ميدان وردګو له لارې بيرته له کابل سره نښلي.

د فوايد عامې سرپرست وزير نجيب الله اوژن نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د ياد سړک ٢٣٣ کيلومتره د جوړولو تړون له يوې امريکايي – ترکي کمپنۍ سره په ١٣٩١ کال کې شوى دى.

خو هغه زياتوي، چې د دې تړون له مخې ياده کمپنۍ د دې سړک يو کيلومتر په ٢،٤ميليون امريکايي ډالره جوړوي چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ قېمت دى.

دغه سړک د فارياب له قيصار ولسوالۍ څخه پيل او د بادغيس تر لامان سيمې رسيږي. 

دغه راز د اوژن په وينا، دغه کمپنۍ کاري وړتيا هم نه لري.

هغه زياته کړه : ” هغه مهال، چې دغه تړون لاسليک کېده، زه وزير نه وم، دغه تړون ټول د قرار دادي په ګټه دى او د نړيوالو معيارونو له مخې يې فسخ کولى هم نه شو.”

اوژن د جزيياتو له ورکولو پرته وويل،چې د ياد شوي سړک د رغونې لپاره يې يو منظم تخنيکي پلان جوړ کړى،چې ډېر ژر به يې پلى کړي.

د ياد شوي سړک لګښت اسيايي بانک او سعودي عربستان ورکوي .

ټيټ کيفيت لرونکي سړکونه

سرپرست وزير وويل،چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې پر سړکونو څلور ميليارده امريکايي ډالر لګول شوي، خو ځينې جوړ شوي سړکونه د ټيټ کيفيت لرونکي دي.

ده دا هم وويل، چې دوه کاله وړاندې د هېواد له سړکونو څخه يواځې دوه ميليونه ډالره عايد ترلاسه کيده، خو اوس دغه کچه ٤٠ ميليونو ډالرو ته لوړه شوې ده .

هغه زياته کړه : “موږ تېرکال د سړکونو له حق العبور څخه ٤٠ ميليونه ډالر ترلاسه کړل، خو د ماليې وزارت د دې عايد يواځې پنځوس سلنه موږ ته راکړل، چې دغه اندازه پيسې د هېواد د سړکونو د حفظ او مراقبت لپاره کمې دي .”

اوژن وايي، چې دې وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت لپاره هم يو منظم پلان جوړ کړى، چې له مخې يې د ډېرو سړکونو له خرابوالي مخنيوى کېداى شي .

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د سړکونو کيفيت ډير ټيټ دى او بايد د فوايد عامې وزارت ورته جدي پاملرنه وکړي .

په تيرو ١٣کلونو کې په افغانستان کې لس زره کيلومتره سړک قير شوى او ٤٠ زره کيلومتره سړک باندې جغل اچول شوى دى .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.