ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي

له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي

author avatar
26 Oct 2014 - 14:28
له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي
author avatar
26 Oct 2014 - 14:28

کندهار ( پژواک، ٤ لړم ٩٣ ) : د هلمند له کجکي بند څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي يو ځل بيا پرې شوي ، چې له امله يې نه يواځې کندهار، بلکې لښکرګاه ښار ته هم د برېښنا جريان پرې شوى دى.

چارواکي وايي، دغه مزي تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په ساروان کلا سيمه کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ د جګړې له امله پرې شوي دي.

په کندهار کې د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله فاروقي د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دې ولايت ته له دوو سرچينو برېښنا ورکول کېږي، چې ١٥ مېګاواټه يې د باغ پُل برېښناکوټ او ښوراندام سيمو له ډېزلي جنراتورونو او له ١٠ تر ١٢ مېګاواټه يې د هلمند له کجکي بند څخه په لاس راځي.

هغه زياته کړه، کله چې دغه مزي پرې کېږي، نو خلک د برېښنا د کمښت له امله له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

ده وويل، له کجکي څخه کندهار ښار ته د برېښنا غځېدلي مزي تېره شپه يو ځل بيا د سنګين په ساروان کلا سيمه کې د جګړې له امله پرې شوي، خو هغوى هڅه کوي چې بېرته يې ژر ورغوي.

دى وايي، د لين تر پرې کېدو وروسته اوسمهال يواځې ١٥ مېګاواټه برېښنا لري، پنځه مېګاواټه يې صنعتي پارک او پاتې يې د استوګنې سيمو ته ورکول کېږي، چې په هيڅ توګه بسنه نه کوي.

د نوموړي په وينا، برېښنا شرکت اړ دى په هر حالت کې صنعتي پارک ته برېښنا ورکړي، تر څو د فابريکو فعاليت و نه درېږي.

دى وايي، له هغه وروسته چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې ناامني او جګړې زياتې شوې، نو له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا د غځېدلي مزي د پرې کېدو پېښې هم زياتې شوې دي.

د ده په خبره، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي له ٢٥ ځله زيات پرې شوي، چې هغوى هر ځل له ستونزو او ګواښونو سربېره دغه مزي بېرته رغولي او د برېښنا جريان يې فعال کړى دى.

فاروقي وويل، د برېښنا د لين د بېرته رغولو پر مهال د برېښنا شرکت د کارکوونکو پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه ځمکني ماينونه دي ، چې د هغوى ژوند ګواښي او د دې تر څنګ هغوى اړ  دي چې د برېښنا د جريان د بېرته فعاله کولو پر مهال  له سيمه ييزو قومي مخورو مرسته وغواړي.

بل خوا د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې هر ځل د برېښنا د پرې کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د کندهار ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکي محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې کله هم له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شي، نو خلکو ته په ٤٨ ساعتونو کې يواځې دوه ساعته برېښنا رسېږي، چې يواځې د اوبو ستونزه پرې حلوي.

هغه زياته کړه، کلونه کېږي چې د کندهار اوسېدونکي د برېښنا په برخه کې له دغه راز ستونزو کړېږي، هيله ده نوى حکومت د برېښنا د جوړولو غم وخوري او د خلکو کړاو پاى ته ورسوي.

نوموړي له وسله والو مخالفينو هم وغوښتل چې د جګړو پر مهال دې د برېښنا مزي نه پرې کوي، ځکه د هغوى دا کړنه عام ولس له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

که څه هم کندهار له ١٥٠ تر ١٧٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو اوس مهال په دې ولايت کې يواځې ٢٧ مېګاواټه برېښنا شته.

د هلمند د کجکي بند د دوو توربينونو په لرلو سره ٣٣ مېګاواټه برېښنا توليدوي، چې ١٢ مېګاواټه يې کندهار ولايت ته ورکول کېږي او پاتې ٢١ مېګاواټه يې په هلمند ولايت کې مصرفېږي.

له کجکي څخه کندهار ته د دوه سوه کيلومتره په واټن د برېښنا غځول شوى لين نه يواځې تل د جګړو له امله د پرې کېدو له ګواښ سره مخ وي، بلکې د ډېر زوړوالي له امله شاوخوا ٣٠ سلنه برېښنا هم ضايع کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.