ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د خوست تاريخي باغونه ورغوي”

“حکومت دې د خوست تاريخي باغونه ورغوي”

author avatar
27 Oct 2014 - 15:03
“حکومت دې د خوست تاريخي باغونه ورغوي”
author avatar
27 Oct 2014 - 15:03

خوست (پژواک ٥ لړم ٩٣): د خوست ولايت اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د پخواني د له منځه تللو مېوه لرونکو باغونو د بيارغونې ترڅنګ دې ځينو هغو باغونو ته هم پاملرنه ډېره کړي چې اوس د له منځته تلو په حال کې دي.

ميلمه کوټ، فارم (ظاهرشاهي باغ)، عليشېرو، سيګۍ، وزيرباغ، بادام باغ، د مرکز د پروژې باغ او د دغه ولايت ځينې نور تر ټولو مشهور باغونه بلل کېږي چې يو شمېر يې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

د سيمې خلک وايي، دغه باغونه د وخت د شاهانو او وزيرانو تفريح ځايونه بلل کېدل او دغه راز يې د زردالو، مڼو، الوچو، نارنجو، مالټو، بادامو او دېته ورته د ځينو نورو مېوو سلګونه ټنه حاصلات ورکول.

خوستوال د کرنې او مالدارۍ له رياسته غوښتنه کوي چې د دغو باغونو د بيارغونې لپاره کوټلي ګامونه واخلي، څو دغه ملي شتمنۍ له لاسه ورنه کړي.

د خوست مرکز د غړومبي سيمې اوسېدونکي حيدرجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښار لوېديځ ته د پروژې په نوم د لوی باغ پر خپل وخت ساتنه او پالنه کېده.

هغه وويل: ((په تېره يوه لسيزه کې دغه باغ ورو، ورو د له منځه تلو په حال کې و، اوس يې اتيا سلنه مېوه لرونکې ونې وهل شوې او زياتره برخه يې پر شاړه ځمکه بدله شوې، په دې کې دولت بې پروايي کړې.))

د دغه ولايت د تريزيو او عليشېرو اوسېدونکي عبدالستار پژواک اژانس ته وويل چې د عليشېرو د بلاووټ باغ د کرنې رياست د نه پاملرنې له امله مخ په وچېدو دی.

نوموړي زياته کړه: ((د بلاووټ په مېوه لرونکي باغ کې اوس هم ګڼې مېوه لرونکې ونې شته، که چېرې د کرنې او مالدارۍ رياست ورته پاملرنه وکړي، د دغه باغ بيارغونې ډېر امکان شته.))

عبدالستار د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين له دې امله پر بې کفايتۍ تورن کړل چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې په دغه ولايت کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختيا لپاره د پام وړ خدمات نه دي وړاندې کړي.

د شيخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل محمدجان پژواک اژانس ته وويل چې باغونه، ځنګلونه او نورې ونې د چاپېريال د ککړتيا په مخنيوي کې هم تر ټولو مهم رول لري.

هغه زياته کړه: ((که زموږ په چاپېريال کې ونې وي، د هوا د ککړتيا د مخنيوي لامل ګرځي؛ يو هکتار باغ او يا ځنګل کولای شي په ورځ کې تر ۵۰۰ کيلومتره ارتفاع هوا پاکه وساتي او د کاربن دای اکسايد مقدار راکم کړي.))

نوموړي دغه راز وويل چې پر دې سربېره باغونه، ځنګلونه او نورې ونې د ځمکې په ساتنه او له تخريب څخه يې په مخنيوي کې هم مهم رول لري.

د خوست د کرنې رييس انجنير لعلي ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د يو شمېر باغونو د زرغونولو لپاره يې اړوند وزارت ته خپل وړانديزونه کړي دي.

هغه وويل چې د عليشېرو د بلاووټ باغ له شل جريبه ځمکې څخه د چهاردېوالۍ پروژه بشپړه کړې او د خوست په مرکز کې د فارم او ميلمه کوټ باغونو د پالنې هڅې هم کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د فارم باغ ځينې برخې خلکو غصب کړې، هغه هم خلاصوو، دغه راز د ميلمه کوټ په باغ کې هم غواړو، تازه ونې کېنوو.))

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.