مزارشريف (پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د بلخ ولايت سوداګر وايي، چې مرکزي دولت د هېواد د نورو سوداګريزو بندرونو په پرتله له حيرتان بندر سره دوه ګونی چلند کوي.
د حيرتان بندر د تېل پلورنکو د ټولنې مشر ملک نادر ساپي د لړم په ۶مه، په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د فوايد عامې او ترانسپورټ وزارتونو د دوه ګوني چلند له امله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې خورا ټکنۍ شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په حيرتان بندر کې د باربري موټرو توناژ کم او په نورو بندرونو کې زيات وي.
حيرتان بندر ته د فوايد عامې او ترانسپورټ وزارتونو مکتوبونه له رسېدو سره سم پلی کېږي اود هېواد نورو سوداګريزو بندرونوته د يادو وزارتونو مکتوبونه په مياشتو مياشتو نه رسېږي.
د هغه په وينا، د هرات د اسلام کلا او تورغونډۍ سوداګريزو بندرونو څخه ټيلري باربري موټر له ۳۵ټنو څخه تر ۵۵ټنو پورې او واړه باربري موټر په کې له ۲۰ څخه تر۲۵ټنو پورې بارېږي.
همداراز د نيمروز ولايت سوداګريز بندر کې ټيلري باربري موټر له ۴۵څخه تر ۵۰ټنو پورې او واړه باربري موټر له ۳۰څخه تر ۳۵ټنو پورې بارېږي.
ملک نادر ساپي د کندهار د وېش سوداګريز بندر يادونه وکړه، چې ټيلري موټر په کې تر ۷۰ټنو پورې بارېږي، په تورخم بندر کې ټيلري موټر تر ۴۵ټنو پورې بارېږي او د کندوز په شېرخان بندر کې ټيلري باربري موټر تر ۳۵ټنو پورې او واړه باربري موټر تر ۲۰ټنو پورې بارېږي.
خو نوموړي زياته کړه، چې په حيرتان بندر کې د فوايد عامې وزارت له خوا، ټيلري موټرو ته يواځې تر ۲۰ټنو پورې او واړه باربري موټرو ته يواځې تر ۱۲ټنو پورې اجازه ورکول کېږي.
د هغه په وينا، پوښتنه هم دلته ده،چې ولې دا نور بندرونه هم لکه حيرتان؛ د هېواد سودګريز بندرونه ، نه دي او که دي نو ولې دوه ګونی چلند کېږي.
ساپي، له فوايد عامې او ترانسپورټ وزارتونو څخه جدي غوښتنه وکړه، چې بايد د هېواد په ټولو سوداګريزو بندرونو کې د وزن لايحه يو شان پلې شي.
د بلخ ولايت د نفت او ګاز سوداګر شکېب پژواک ته وويل، چې له حيرتان بندر سره دوه ګونی چلند د دغه بندر په سوداګريزو چارو باندې بده اغېزه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې که د وزن په برخه کې د يادو وزارتونو لايحه په ټول هېواد کې يو شان پلې نه شي، نو ممکن ياده ستونزه لا پسې وغځېږي.
د هغه په وينا، پخوا به له حيرتان بندر څخه يواځې د نفت و ګازو په برخه کې د مياشتې يو ميليارد افغانۍ ترلاسه کېدې ، خو اوس د مياشتې ۵۰۰ميليونه افغانۍ هم نه تر لاسه کېږي، ډېری سوداګر له دغه بندر څخه نورو بندرونو ته مخ اړوي.
شکېب وويل،همدا لامل دی چې د حيرتان بندر ۸۰سلنه سوداګريزې چارې د هېواد نورو بندرونو ته لېږدول شوي، هغه واردات چې پخوا له دې بندر څخه کېدل اوس له نورو بندرونو څخه کېږي.
د حيرتان بندر د ترازو مدير محمد عارف عارف پژواک ته وويل، چې د فوايد عامې وزارت د لايحې له مخې دوی خپلې چارې په قانوني ډول پلې کوي.
د حيرتان بندر رييس نجيب الله پژواک ته وويل،دوی دنده لري چې د سوداګرو د پانګونې امنيت ونيسي، د بې کيفيته موادو د وارداتو مخنيوی وکړي او چارې په قانوني ډول پلې شي.
نوموړي زياته کړه، چې د دې بندر سوداګر د هېواد په نورو بندرونو کې هم نمايندګي لري، چې له لارې يې د هغو بندرونو په غير قانوني چارو باندې خبرېږي.
د هغه په وينا، دوی هم د دې مسلې پخلی کوي چې له حيرتان بندر سره د سوداګرو د توکو د توناج په برخه کې دوه ګونی چلند نه کېږي.
نجيب الله وويل، چې په حيرتان بندر کې سوداګرو شاوخوا ۴۰۰ميليونه امريکايي ډالر پانګونه کړې ده
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن