کابل ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو ادارې، د شفافيت څارونکو ډلې سره د ګډ کار او همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.
د يادې ادارې وياند تواب غورځنګ د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې هوکړه ليک له مخې به د سيمه ييزو ارګانونو اداره، له نوموړي بنسټ سره، د سيمه ييزې حکومتولۍ د ستونزو او تشو د تشخيص او څېړنې په برخه کې مرسته کوي.
هغه زياته کړه، چې د شفافيت څارونکو بنسټ به دسيمه ييزې حکومتولۍ مامورينو د ظرفيتونو لوړولو او د حکومتولۍ په کارونو کې د خلکو د شريکولو لپاره کار کوي.
ددې هوکړه ليک دلاسليک پر مهال د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ او تخنيکي چارو مرستيال فريد ماموندزي هيله څرګنده کړه، چې د دې هوکړه ليک له لاسليک سره به د سيمه ييزې حکومتولۍ په کچه د شفافيت، حساب ورکولو او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي.
هغه زياته کړه : ((پخوا تصور دا و، چې مدني ټولنې او حکومت له يوه بل سره په تقابل کې دي، خو د دې هوکړه ليک له لاسليک سره موږ ښيو، چې د همکاريو او مشترک کار نوی پړاو پيلوو.))
ماموندزي وويل ، چې که مدني بنسټونه له حکومت سره ګډ کار ونه کړي، په چارو کې اصلاحات نه شي راتللی.
د شفافيت څارونکو ډلې مشر اکرم افضلي وويل، چې دوی به د هوکړه ليک له غوښتنې سره سم، له دې وروسته د سيمه ييزې حکومتولۍ د تشو او ننګونو په اړه علمي څېړنې کوي او حل لارې به يې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې سره شريکوي.
د هغه په وينا، د اصلاحاتو او حل لارو لپاره د ميکانېزمونو په جوړولو کې به له سيمه ييزو او نړېوالو تجربو څخه ګټه اخلي.
افضلي زياته کړه، چې د دې ترڅنګ به معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د اسانولو په برخه کې هم د سيمه ييزې حکومتولۍ له بنسټونو سره مرسته کوي.
غورځنګ وايي، د سيمه ييزو ادارو پاليسي، له مدني ټولنې او رسنيو سره د سيمه ييزو ادارو پر همغږي او نږدې کار ټينګار کوي او له دې لارې خلکو ته د حکومتولۍ دکړنو په اړه د معلوماتو د شريکولو لارښوونه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن