ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې له ولسمشره  غوښتي چې د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي

ولسي جرګې له ولسمشره غوښتي چې د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي

author avatar
29 Oct 2014 - 14:25
ولسي جرګې له ولسمشره  غوښتي چې د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي
author avatar
29 Oct 2014 - 14:25

کابل (پژواک ٧ لړم ٩٣): ولسي جرګې د يوه ليک له لارې له ولسمشر څخه غوښتي،چې د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي،ځکه چې په دې وروستيو کې امنيتي حالات ډېر خراب شوي دي .

په دې وروستيو کې د هېواد د پلازمېنې په ګډون په ځينو ولايتونو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي او په بېلابېلو بريدونو کې د ملکي وګړو په ګډون يو شمېر کسان وژل کېږي.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې هم پر نا امنيو بحثونه وشول.

په ياده جرګه کې د بدخشان استازې فوزيې کوفي وويل، چې نوي حکومت د امنيت د ټينګښت پرځاى ځان په نورو وړو کارونو بوخت کړى دى .

هغې وويل، چې د بدخشان ترڅنګ ځينې نور ولايتونه هم د جګړې ډګرونه ګرځېدلي، چې حکومت بايد ورته جدي پاملرنه وکړي .

په ياده جرګه کې د کندهار استازې شکيبا هاشمي هم وايي، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې امنيتي حالات ترينګلي شوي دي .

هاشمي وايي، چې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د غيرمسوولو وسله والو کسانو شتون په هېواد کې د نا امنۍ کچه لوړه کړې ده.

هغه تور پورې کوي او وايي : ” غيرمسوولو کسانو ته د وسلو په ورکولو کې قوماندان لاس لري، والي لاس لري ، ولسوال لاس لري،  وزير او نور لوړپوړي دولتي چارواکي لاس لري .”

دغه راز په ولسي جرګه کې د هرات استازى منورشاه بهادري هم وايي، چې په هېواد کې امنيت تر پخوا ډېر خراب شوى دى.

ده وويل چې د نا امنيو له امله په ډېرو لويو لارو خلک له يوه ولايت نه بل ته تګ راتګ نه شي کولاى او يو شمېر غير مسلکى کسان هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ځاى پرځاى شوي دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال صديق احمد عثماني چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل چې نوي حکومت په ټولو برخو کې ډېر جدي کارونه پيل کړي، خو امنيت ورځ تر بلې خرابېږي.

هغه زياته کړه: “موږ د ولسي جرګې په استازيتوب ولسمشر ته يو ليک استولى او غوښتنه مو ترې کړى،چې  په هېواد کې د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي،ولسي جرګه د امنيت د ټينګښت لپاره له دې نه زيات نور کار هم نه شي کولاى،د دولت رييس مو په هېواد کې د نا امنيو په جريان کې کړى دى.”

عثماني له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه،چې هرڅه ژر د سرپرستو چارواکو پر ځاى  د هرې ادارې لپاره يو مسوول شخص معرفي کړي، ترڅو په سمه توګه چارې پرمخ بوځي .

دا مهال ټول وزارتونه،ولايتونه،ولسوالۍ او مستقل رياستونه د سرپرستانو له خوا اداره کيږي .

دغه راز د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه هم خبرې وشوې.

د جرګې ځينو غړيو ويل، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې درغلۍ کړي او  بايد محاکمه شي .

خو عثماني وويل، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ټاکنيزو کمېسيونونو مشران د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه د جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوي او د جرګې غړي کولاى شي په هغه ورځ خپلې پوښتنې او نيوکې مطرح کړي .

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اوو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په ٣مه  د ولايتي شوراګانو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې  د ٩٧ ښځو په ګډون  ٤٥٨ تنو ولايتي شوراګانو ته لار ومونده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.