ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې تر ډېره بريده د ځنګلونو له وهلو مخنيوى شوى

کندوز کې تر ډېره بريده د ځنګلونو له وهلو مخنيوى شوى

author avatar
29 Oct 2014 - 18:30
کندوز کې تر ډېره بريده د ځنګلونو له وهلو مخنيوى شوى
author avatar
29 Oct 2014 - 18:30

کندوز (پژواک ٧ لړم ٩٣): په وروستيو درېيو کلونو کې په کندوز ولايت کې د زورواکو او خلکو له لوري له زر هکتاره څخه ډېر ځنګلونه وهل شوي، خو سږ کال تر ډېره بريده د يادو ځنګلونو د وهلو مخه نيول شوې ده.

د کندوز په مرکز او خان اباد، چهاردرې، امام صاحب او علي اباد ولسواليو کې ميوه لرونکي ځنګلونه لکه د مڼو، پستې، چهارمغزو، بادام، سنځلو، الوچو او زردالو ونې شتون لري او همدرانګه په امام صاحب او قلعه زال ولسواليو کې د سپېدارو، چنار، لاچي او يو شمېر طبيعي ونې لکه ګز او نورې شتون لري.

د کندوز د کرنې مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې له پنځوسو زرو هکتارو څخه ډېر ځنګلونه شتون لري، چې له دې ډلې يې ٢٥ زره هکتاره ځمکه ميوه لرونکې ونې تشکيلوي.

د هغوى په وينا، په تېرو کلونو کې به د زورواکو او عامو خلکو له لوري دغه ونې په بې رحمانه ډول وهل کېدې، خو سږ کال د يادې ملي سرمايې له وهلو تر يوه بريده مخنيوى شوى دى.

د کندوز د کرنې رياست د ځنګلونو عمومي مدير سيدجمال الدين هاشمي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې په قلعه زال او امام صاحب ولسواليو کې له زر هکتاره څخه ډېرې غيرميوه لرونکې ونې وهل شوې دي.

هغه زياته کړه، کله چې د ځنګلونو د پرېکولو عاملين د کرنې ادارې د مامورينو په مرسته د خلکو او د ځنګل ساتنې کمېټې له لوري تر پېژندلو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژندل شول، نو اوسمهال د ځنګلونو د وهنې بهير درېدلى دى.

خو هاشمي وايي، چې اوس هم د امام صاحب په ځنګل کې شاوخوا ٥٠٠ کورنۍ ژوند کوي، چې د شپې له خوا د ځنګل ونې وهي او بيا يې د کښتيو له لارې وچو سيمو ته لېږدوي او په بازار کې يې پلوري.

د کندوز د کرنې رياست د ځنګلونو عمومي مدير وويل، چې يادو کورنيو سږ کال شل هکتاره ځنګل په خپلسري ډول سره وهلى او چارواکي له يادې سيمې څخه د دغو کورنيو د کډې کولو په موخه يوه لاره چاره  لټوي.

د کندوز د کرنې رياست د څار او څېړنې عمومي مدير اجمل خالقيار وايي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ځنګلونو د ساتنې د کمېټو په رامنځته کولو سره تر يوه بريده د ځنګلونو له وهلو مخنيوى شوى دى.

هغه وويل، په تېرو کلونو کې له هغو سيمو چې خلکو او زورواکو په کې په خپلسري  ډول په ډېر بې رحمانه ډول سره وهلي و، ليدنه کړې او د ولايت او د کرنې وزارت چارواکو ته يې په دې اړه بشپړ راپور سپارلى، چې له همدې لارې يې ځينې عاملين د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

خالقيار، قضايي ارګانونو ته د سپارل شويو کسانو او د ځنګلونو د وهلو د کچې په اړه معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه: ” اوسمهال په ځنګلونو کلکه څارنه کېږي.”

د سيمې اوسېدونکي هم وايي، چې سږ کال تر ډېره بريده پورې د ځنګلونو د پرې کولو مخه نيول شوې ده.

د امام صاحب ولسوالۍ د حلقه کول سيمې يوه اوسېدونکي نازکمير وويل، چې په تېرو کلونو کې به ډېرو کسانو شپه او ورځ ځنګلونه وهل او ونې به يې بيا په بازارونو کې پلورلې، چې دا عمل په يوه عادي کار بدل شوى و.

 هغه وايي: ” دا چې له دې کسانو سره قانوني چلند نه کېده، ان د کندوز له مرکز څخه به ځينې کسان امام صاحب ته د ځنګل  وهلو په موخه راتلل او د هغه ځاى لرګي به يې  د پلور او يا هم د سوځولو لپاره له ځانه سره وړل.”

خو د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي،  پوليسو په وروستيو څو کلونو کې يو شمېر هغه کسان چې د ځنګلونو ونې به يې وهلې، نيولي او قضايي او عدلي ارګانونونو ته سپارلي دي.

هغه زياته کړه،  ځنګلونه يوه ملي سرمايه ده او د هېواد هر غړى اړ دى، چې له دغې ملي سرمايې ساتنه وکړي.

حسيني د کرنې له مسوولينو وغوښتل، که دوى ته د هغو کسانو په اړه چې ځنګلونه وهي، راپور ورکړي نو پوليس به په خپل وخت د ځنګلونو له وهلو مخنيوى وکړي.

د کندوز د چاپيريال ساتنې رياست هم وايي، چې د ځنګلونو وهل پر محيط ډېر ناوړه اغېر پرېباسي.

د دغه رياست مشر صدرالدين سياح وويل، په کوم هېواد کې چې د هغه ځنګلونه وهل کېږي نو ځنګلي حيوانات او مرغان له ځنګلونو کډه کوي او له بل پلوه ځنګلونه د پاکې او شنې هوا او د سېلابونو مخه  نيسي، چې دا د انسان په ژوند ډېر مثبت اغېزې لري.

ويل کېږي، چې په دغو ځنګلونو کې به پخوا  لېوانو، ګېدړو، شغالانو او ډول ډول  مرغانو شتون درلود، خو اوسمهال د ځنګلونو د وهلو له امله کم شوي او يا هم د ګاونډي هېواد (تاجکستان) ځنګلونو ته کډه شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.