ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني چينايي پانګه والو ته د خوندي چاپېريال برابرولو ژمنه وکړه

اشرف غني چينايي پانګه والو ته د خوندي چاپېريال برابرولو ژمنه وکړه

author avatar
30 Oct 2014 - 18:39
اشرف غني چينايي پانګه والو ته د خوندي چاپېريال برابرولو ژمنه وکړه
author avatar
30 Oct 2014 - 18:39

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٣): ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان چمتو دى چې چينايي پانګه والو ته يو امن او خوندي چاپېريال برابر کړي.

نوموړي دغه مطلب، تېره ورځ د چين له لومړي وزير لي کيکيانګ سره د دغه هېواد د خلکو په ستر صالون کې په کتنه کړې څرګند کړى دى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان ولسمشر وويل، چې چين د افغانستان د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال ستراتېژيک ملګرى دى.

ډاکټر محمد اشرف غني په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د شويو مرستو او همداراز په راتلونکو دوو کلونو کې له افغانستان سره د چين د نوې دوه ميليارد ډالرو مالي مرستې له ژمنې څخه مننه وکړه.

هغه د چين له لوري وغوښتل، چې له افغانستان سره خپله نوې مرسته تر ډېره د افغانستان د زېربنايي ملي پلان، په ځانګړې توګه د وسپنې پټلۍ، لويو لارو، د اوبو د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د توليد او ساختماني چارو په برخو کې ولګوي.

نوموړي وويل، چې ۴۰۰۰ افغان سوداګر په چين کې په سوداګرۍ بوخت دي.

ده څرګنده کړه، چې هغوى ته دې په خپلواک ډول د چين په هېواد کې د پانګې اچونې زمينه برابره شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د افغانستان ولسمشر همداراز د افغان سوداګرو د ويزې د ستونزې او په چين کې افغان سوداګرو ته د پانګې اچونې لپاره د ځانګړو زونونو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د چين هېواد نوښت ته په اشارې سره، چې د ۲۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت له سوېلي اسيا سره مرسته کوي، وويل چې افغانستان له دغه نوښت څخه هرکلى کوي، ځکه چې دغه مرسته له يوې خوا له پاکستان سره د افغانستان د همکارۍ او له بلې خوا د هند، چين او د افغانستان ترمنځ د همکارۍ زمينه برابرېږي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې د چين لومړي وزير وويل، هېواد يې چمتو دى، چې د قانون د حاکميت، بيارغونې او د سولې د ټينګښت په لاره کې له افغانستان سره همکاري وکړي او له افغانستان سره خپلې اړيکې له پخوا زياتې پراخې کړي.

ده زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاريو اساس امنيت دى.

هغه څرګنده کړه، هېواد يې چمتو دى، چې د افغانستان له لوري سره د مطرح شويو وړانديزونو د جزئياتو د څېړلو لپاره د خپلو متخصصينو يوه کاري ډله ډېر ژر افغانستان ته واستوي.

د چين لومړي وزير همداراز وويل، چې په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره به د چينايي شرکتونو هڅونې ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې کتنې په پاى کې ډاکټر غني وويل، چې افغانستان يو لړ جدي اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي، چې د پانګه والو لپاره يو امن او خوندي چاپېريال برابر کړي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.