ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

بدخشان کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
30 Oct 2014 - 18:55
بدخشان کې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
30 Oct 2014 - 18:55

فيض اباد (پژواک ٨ لړم ٩٣): د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې هغه لسګونه کورنۍ، چې له غره ښويېدنې څخه د ډار له امله بې ځايه شوې وې، له خوراکي او ژمنيو مرستو برخمنې شوې.

د دغو کورنيو شمېر اويا کورنيو ته رسېږي، چې تېر کال د ياوان ولسوالۍ له اجل کلي څخه په غره کې د درز پيدا کېدو او د غره د ښويېدو له ډاره د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې او ګاونډيو کليو ته کډه شوې وې.

د بدخشان د سرې مياشتې ټولنې مشر عبدالله فايض وايي، دولت هرې کورنۍ ته د بدخشان مرکز د ميانه دښت سيمه کې يوه نومره ځمکه په وړيا ډول ورکړې او دوى ته به د موسسو په مرسته دوه کوټې هم جوړې کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال د سرې مياشتې ټولنې هرې کورنۍ ته ٢٠ کيلو وريجې، يو کوتى پنځه لېټره غوړي، پنځه کيلو لوبيا، پنځه کيلو بوره او يو کيلو چاى مرسته کوي.

فايض زياته کړه، همدارنګه په کابل کې د بدخشانيانو خيريه بنسټ هم له هرې کورنۍ سره د درېيو کمپلو، فرش، سطل او د ګاز د ډبې مرسته کړې، چې دغه مرسته ورته د دوو مياشتو لپاره بسنه کوي.

يادې کورنۍ په دې وروستيو کې په ميانه دښت سيمه کې په خېمو کې ژوند کوي.

يوه بې ځايه شوي کس رضا دولت وويل: “دولت هم موږ ته ځمکې راکړې او هم راته کورونه جوړوي او اوس يې راته خوراکي توکي او کمپلې راکړې او موږ ډېر خوشاله يو.”

خو هغه زياته کړه، چې خوراکي توکي به يې په ژمي کې خلاص شي، دولت او مرسته کوونکې موسسې بايد په ژمي کې هم دوى له ياده ونه باسي.

د بدخشان د سرې مياشتې ټولنې مشر وويل، چې په ژمي کې به هم له دغو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړي.

د ويلو ده، چې د روان کال د غويي مياشتې په دولسمه نېټه د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په باريک اب سيمه کې د غره ښويېدنې له امله، سلګونه کسان تر خاورو لاندې شول او شاوخوا اووه سوه کورنۍ بې ځايه شوې، چې هغوى ته هم د يادې ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې دوه لنډمهاله کمپونه جوړ شوي دي.

دا چې له دغو کسانو سره د هېواد په دننه او له بهر سره ډېرې پرېمانه مرستې وشوې او ټاکل شوې وه، چې دغو کسانو ته يو منظم ښارګوټى، چې ټولې اسانتياوې به لري، جوړ شي، خو په دغه ښارګوټي کې اوس يواځې خټين کورونه جوړېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.