ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: ولسمشر دې د سولې په راوستو کې جدي ګامونه پورته کړي

ديني عالمان: ولسمشر دې د سولې په راوستو کې جدي ګامونه پورته کړي

author avatar
30 Oct 2014 - 11:12
ديني عالمان: ولسمشر دې د سولې په راوستو کې جدي ګامونه پورته کړي
author avatar
30 Oct 2014 - 11:12

ګردېز (پژواک ٨ لړم ٩٣): د سوېل ختيځو ولايتونو ديني عالمانو له ولسمشره غوښتي چې تر هر څه د مخه دې سولې او له وسله والو مخالفينو سره روغې جوړې ته لومړيتوب ورکړي .

د پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو دغه ديني عالمان چې شمېر يې لسګونه تنو ته رسېده، پرون په پکتيا کې د سولې شورا د سيمه ييز دفتر پر هلو ځلو راټول شوي وو او په بېلابېلو موضوګانو يې خبرې وکړې.

د لوګر يوه ديني عالم مولوي عبدالغفور وويل چې نوی ولسمشر دې د سولې او پخلاينې لپاره جدي کار وکړي او په دې برخه کې دې شته خنډونه له منځه يوسي .

هغه زياته کړه چې ولسمشر د بيارغونې په برخه کې ښه پلانونه لري خو تر څو چې سوله او امنيت رانه شي دغه ټولې هلې ځلې به هيڅ پايله ونه لري.

مولوي عبدالغفور دا هم وويل چې د ټول هېواد په ځانګړي ډول د سوېل ختيځو ولايتونو ديني عالمان دې ته لېوال دي چې د سولې په راوستو کې له دولت سره همکاري زياته کړي او په دې برخه کې به ښه رول ولوبوي.

د خوست د عالمانز ټولنې مشر مولوي شامحمد پژواک اژانس ته وويل چې نوی دولت بايد ديني علماوو ته په خپلو پروګرامونو کې ځای ورکړي او د سولې په راوستو کې دې په دې اړه د دوى له موقفه ګټه واخلي.

نوموړی وايي چې لا هم ديني عالمان ګوښه ساتل شوي او په سياسي پرېکړو او د دولت په لوړو څوکيو کې هېڅ ډول ونډه نه ده ورکړل شوې..

مولوي شاه محمد پر ديني عالمانو هم غږ وکړ چې له دولته د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي اود هېواد په سياسي پرېکړو کې دې خپل رول ولوبوي.

همدا ډول د پکتيا يوه ديني عالم مولوي واحد بيا د سولې شورا پر جوړښت نيوکه وکړه او ويې ويل، په دې شورا کې داسې کسان شته چې د دوی په شتون کې وسله وال مخالفين سولې ته غاړه نه ږدي.

ده وويل، د سولې په شورا کې بايد داسې کسان وګومارل شي چې دواړو غاړو ته د منلو وړ وي او په دې برخه کې ګټور تمام شي.

ياده دې وي، له دې وړاندې هم په پکتيا د سوېل ختيځو ولايتونو ديني عالمان ورته غونډې جوړې کړې وې او دولت ته يې د سولې په راوستو کې خپلې نظريې او وړانديزونه کړي وو خو لا تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.