ميمنه (پژواک ٨ لړم ٩٣): د فارياب د اندخوى ګمرک اداري مدير او يو کارکوونکى په ترافيکي پېښه کې مړه شوي او همدارنګه په هرات ولايت کې د ملي اردو يو افسر د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
لومړۍ پېښه د اقينه- اندخوى پر لويه لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې د نبي زاده په نوم د سړک جوړونې شرکت هايلکس موټر او د اندخوى د ګمرک د اداري مدير کرولا موټر سره وجنګېدل.
د اندخوى ولسوال سلطان سنجر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ګمرک اداري مدير اسدالله او يو بل کارکوونکى مړه شوي دي.
هغه زياته کړه، د ګمرک د مدير موټرچلوونکى او د سړک جوړونې شرکت درې کارکوونکي ژوبل شوي او د جوزجان ولايت روغتون ته لېږدول شوي، خو د چلوونکي روغتيايي حالت نازک دى.
د اندخوى ګمرک يوه کارکوونکي محمد رسول وويل، چې د اندخوى سړک يوه برخه تر رغونې لاندې ده او موټر يې له يوه اړخه تېرېږي، له همدې امله دغه ټکر رامنځ ته شوى دى
د ويلو ده، په وروستيو دوو اونيو کې دوې نورې ترافيکې پېښې د دولت اباد- اندخوى او د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې رامنځه شوې، چې له حج نه د يوې راستنې شوې مېرمنې په ګډون يې دوه کسه ووژل او د ماشومانو په ګډون ١٠ نور ټپيان شول.
د يوه بل خبر له مخې، په هرات ولايت کې د ملي اردو يو سرتېرى د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري وژل شوى دى.
د هېواد په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندانۍ د ارکان مشر جنرال محي الدين نوري په وينا، دغه پېښه پرون شپه د هرات ښار په نو اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل، چې د ملي اردو دغه افسر جمال الدين نومېده او په پوځ کې يې د ډګرمن دنده درلوده.
سرچينې زياته کړه، چې د ملي اردو دغه افسر کور ته د تلو پر مهال د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندانۍ د ارکانو مشر د دې خبرې په څرګندولو سره، چې بريدکوونکي له بريد وروسته تښتېدلي، زياته يې کړه چې د يادو کسانو د پېژندلو په موخه څېړنې پيل شوې دي.
ورته مهال د هرات امنيه قوماندانۍ د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، چې د هرات د لومړنۍ امنيتي حوزې د امريت موظفينو د ملي اردو د ياد سرتېري د وژنې په تور يو تورن کس نيولى دى.
هغه زياته کړه، چې ياد تورن کس عارف نومېږي، چې د وسله والو مخالفينو د يوه پخواني قوماندان عبدالله چرسي پلوى او د هرات د اوبې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى.
د احمدي په وينا، له نيول شوي کس يوه تومانچه او يو موټرسايکل هم تر لاسه شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن