ګردېز-خوست (پژواک ٨ لړم ٩٣): د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د شل بستريز روغتون په جوړېدو سره د سلګونو کورنيو روغتيايي ستونزې هوارې شوې.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد روغتون چې د سوځېدنې او تراوما درملنه به په کې کېږي په څمکنيو ولسوالۍ کې جوړ شوى چې د والي جمعه خان همدرد له خوا پرانيستل شو.
هغه زياته کړه چې پر دغه روغتون ٦١٢ زره يورو لګښت راغلى چې د المان هېواد له خوا ورکړل شوى دى.
سمون وايي چې دغه روغتون د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړ شوى چې له بسترونو سربېره واټ او نور ټول اړين ملحقات هم ورته جوړ شوي دي.
د پکتيا والي جمعه خان همدرد د دغه روغتون د پرانيستې پر مهال له المان هېواده مننه وکړه او دا ډول پروژې يې د دوو هېوادونو په اړيکو کې مهمې و بللې.
همدرد پر خلکو غږ وکړ چې خپلې لوڼې او زامن زده کرو ته وهڅوي تر څو اولادونه يې د راتلونکي ډاکتران او انجنيران شي.
په دغو مراسمو کې د ځايي چارواکو تر څنګ د ملي شورا غړو هم برخه اخيستې وه. د يادونې ده پرون په دې ولسوالۍ کې يو ورزشي لوبغالى هم پرانيستل شو.
د يو بل خبر له مخې د خوست په اداري کمپلېکس او د ښار په غازي ببرک خان پارک کې د (ټولنې نښلونې) په نوم د يوې غير دولتي موسسې په مالي لګښت په ټوليز ډول ۶۰ لمريز څراغونه نصب شول.
په خوست کې د يادې موسسې يوه مسوول کريم الله پژواک اژانس ته وويل چې پنځه دېرش لمريزو څراغونه په اداري کمپلېکس او ۲۵ نور په غازي ببرک خان پارک ولګول شول.
کريم الله زياته کړه: ((پر دغو څراغونو څه باندې څلور ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او د نصبولو چارې يې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شوې)).
د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د يادو څراغونو د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې له دې وروسته به د اداري کمپلکس د چهاردېوالۍ نننۍ برخه روښانه او امنيتي ځواکونه به د شپې پر مهال خپلې دندې په اسانۍ سره ترسره کوي.
هغه زياته کړه چې د څراغونو په لګولو سره به اداري کمپلکس او په ښار کې د غازي ببرک خان پارک ته د شپې له خوا رڼا او د پام وړ ښکلا ور وبښي.
والي نعيمي اړوند مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې د يادو ټولو لمريزو څراغونو د ساتنې او پالنې په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي، څو د اوږدمهال لپاره ترې ګټه واخيستل شي.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې په اداري کمپلکس کې د ولايت مقام د ودانۍ په ګډون د څوارلسو دولتي ادارو لپاره ودانۍ بشپړې شوې.
نوموړي وويل، د اداري کمپلکس لپاره چې سل جريبه ځمکه ځانګړې شوې او چهاردېوالي ترې راتاو ده، د ځينو نورو دولتي ادارو لپاره هم په کې پر ودانيو کار روان دی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن