ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار ونې د سوداګريزو اعلانونو د معلومېدو لپاره پرې کېږي

د کابل ښار ونې د سوداګريزو اعلانونو د معلومېدو لپاره پرې کېږي

author avatar
30 Oct 2014 - 16:31
د کابل ښار ونې د سوداګريزو اعلانونو د معلومېدو لپاره پرې کېږي
author avatar
30 Oct 2014 - 16:31

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٣): کابل ښاريان د ښاروالۍ او شرکتونو له خوا د اعلاناتو د معلومېدو لپاره د سړک غاړې د ونو له پرې کېدو شکايت کوي او له ښاروالۍ غواړي چې د کابل ښار زرغونوالی ته جدي پاملرنه وکړي.

د هوايي ډګر سړک د کابل ښار په لسمه ناحيه کې موقعيت لري او د کابل له هغو واټونو دى چې په لسګونو ونې په دې ساحه او ځينو نورو برخو کې د نصب شوو بلبورډونو د اعلاناتو د ښکارېدو لپاره پرې کېږي.

د هوايي ډګر له سړک تر تېرېدو وروسته ليدل کېږي چې د سړک په منځ کې دواړو خواوو ته د (اېم ټي اېن ) او انسټا ټيليکام مخابراتي شرکتونو، عمران امير شرکت، ارين پلازه هوټل او بانک د افغانستان نړيوال بانک لوحې لګېدلې دي.

کابل ښاريان وايي کابل ښاروالۍ د دې پرځاى چې د دې چارې مخه ونيسي، ونې پرې کوي او د ښار د زرغونتيا په فکر کې نه ده.

د هوايي ډکر د سړک ساحې يوه ډوډۍ پخوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل:((ښاروالي تل دې ساحې ته راځي او له ښاروالۍ پرته مې بل کس نه دى ليدلى چې ددې سيمې ونې دې پرې کړي.))

هغه زياته کړه چې کابل ښاروالي له بلبورډونو پيسې اخلي او له همدې امله هغه ونې پرې کوي چې د لوحو مخه يې پوښلې وي.

دغه ډوډۍ پخوونکي زياته کړه چې په همدې ساحه کې يوه مياشت وړاندې د ونو څه باندې لس اصله د ښاروالۍ له خوا پرې شوې چې د تاسف وړ ده.

د ښاروالۍ د تنظيف برخې يوه کارکوونکي رحمت الله چې په دغه ساحه يې د هوايي ډګر ساحې ويالې پاکولې، وويل چې د سړک غاړې ونې د ښاروالۍ د زرغونتيا رياست له خوا د لوحو د معلومېدو لپاره پرې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((دا ونې په سرسبزۍ رياست پورې اړه لري او د همغه کسانو له خوا پرې شوې چې شنه چمبرونه لري، شايد د لوحو له امله پرې کړې وي.))

د وزيراکبرخان پارک او هوايي ډګر ساحې د زرغونتيا مسوول هم ددې پخلى وکړ چې يو شمېر ونې د ښاروالۍ د نوې طرحې له مخې د تېر په پرتله د ساحې د لا زرغونتيا په موخه پرې کېږي.

کابل ښاريان وايي چې د بلبورډونو مسوولان د خپلو سوداګريزو اعلاناتو د ښکارېدو لپاره ونې پرې کوي.

د انګليسي د کورس يوه استاد محمد نائب وويل :((دا کار د قانون خلاف دى او بايد د يوې لوحې او يا اعلان د ښکاره کېدو لپاره کومه لويه ونه پرې نه شي.))

هغه له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د ونې د پرې کېدو د مخنيوي تر څنګ دې له ونو پرې کوونکو سره قانوني چلند وشي.

يوه بل کابل ښاري عبدالناصر فراهي چې د پرې شوو ونو له څنګه د تېرېدو په حال کې و، د ونې د پرې کېدو څخه يې اندېښنه څرګنده کړه او هغه يې د ښارجوړونې د فرهنګ خلاف وباله.

نوموړى چې د ملي اردو د افسرۍ جامې يې په تن وې ، وويل چې زرغونتيا د پاکۍ، نظافت او هم د هوا چټلۍ د منځه وړلو او ناروغيو دمخنيوي سبب ګرځي.

خو د وزيراکبرخان پارک او هوايي ډګر د زرغونتيا مسوول وايي:((موږ نوې طرحې لرو چې که کومه ونه پرې شي، پر ځاى يې نوى نيالګى خښوو.))

هغه وويل چې د کابل د زرغونتيا رياست د ويجاړې لپاره نه بلکې، په ښار کې د ونو د ساتلو او زرغونتيا لپاره جوړ شوى او هېڅ وخت يې ونې له څه سبب پرته نه دي پرې کړې.

نوموړي د چا نوم وانه خيست، خو وويل چې يو شمېر زور واکي ونې پرې کوي او د ښاروالۍ کارکوونکي يې مخه نه شي نيولى.

د رازي په خبره، د بلبورډونو خاوندان کولى شي چې د ښاروالۍ د طرحې سره سم د اعلاناتو لپاره خبل بلبورډونه د سړکونو په څنګ کې نصب کړي، خو حق نه لري چې د واټونو ونې ورته پرې کړي.

د کابل د زرغونتيا يا سرسبزى رييسې نسرين صبري د ونې د پرې کولو څخه برې خبري وښوده او وويل چې دوى هېڅ وخت د اعلاناتو د لګولو لپاره چا ته د ونو د پرې کېدو اجازه نه ده ورکړې.

هغه زياته کړه:((موږ د لوحو اوځينو ترافيکي اشارو لپاره ځينې مخه نيوونکې څانګې پرې کړې، خو په دې کچه نه دي چې يوه لويه ونه مو له بېخه پرې کړې وي.))

مېرمن صبري ويل چې دوى په دې برخه کې څېړنه کوي، هر کس چې ونې پرې کړې وي؛ قانوني چلند به ورسره وشي.

د کابل زرغونتيا رييس په دې برخه کې د خلکو د پوهنې لپاره د رسنيو رول مهم وباله او ورڅخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې د خلکو د پوهنې لپاره خپل پروګرامونه او خبرونه زيات کړي.

ونه توانېدو چې د هغو شرکتونو او شبکو نظر تر لاسه کړلو، چې د خپلو اعلاناتو د لګولو لپاره ونې پرې کوي.

د ژوند چاپېريال ساتنې ادارې رييس مصطفى ظاهر وويل چې د قانون له مخې هېڅ کس د ونې د پرې کولو حق نه لري.

هغه زياته کړه: ((هر څوک چې ونې پرې کوي د مطلق د قانون خلاف دي او موږ ته دا دليل نه شي کېدى چې يو کس ووايي چې ونه يې د دې له امله پرې کړې چې د مخې بلبورډ مخه يې نيولې ده.))

د ژوند چاپېريال څخه د ساتنې ملي ادارې رييس وويل چې يوه ونه نږدې ٢٠ کسانو ته اکسېجن ورکوي او پرې کول يې د ښاري ژوند د فرهنګ خلاف دي.))

نوموړي د ونو ساتنه د هر وګړي دنده وبلله او د کابل ښاريانو يې وغوښتل چې د کابل ښار په زرغون ساتلو کې فعاله ونډه واخلي.

ظاهر کابل ښار د پخوا په څېر زرغون ارزيابي کړ او وويل چې دغه ښار د تېرې يوې لسيزې په پرتله ١٧ سلنه شين شوى او دروان کال دوبى هم د نورو کالونو په پرتله پاک و.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.