کابل (پژواک ٨ لړم ٩٣): په سوېلي وزيرستان کې د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د دوو بهرنيانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي، بلخوا په خيبر ايجنسۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې اته پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
پاکستانۍ رسنيو د لړم په ٨ مه خبر ورکړى چې نن سهار وختي امريکايي بې پيلوټه الوتکو د سوېلي وزيرستان د برمل په اعظم ورسک سيمه کې پر يوه کور دوه توغندي توغولي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د دوو بهرنيانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې په ياد کور کې د وسله والو روزنيز مرکز و.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته په خيبر ايجنسۍ کې د پوځ د عملياتو پر مهال په رامنځته شوې نښته کې اته سرتېري او ٢١ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په خيبر ايجنسۍ کې يې (د خيبر يو) په نوم عمليات وروسته له هغه پيل شوي چې له وزيرستانه تښتېدلي وسله وال دې ايجنسۍ ته ورغلي دي.
سرچينې زياته کړې چې پرون د عملياتو پر مهال نښته رامنځته شوې چې په پايله کې يې اته سرتېري او ٢١ وسله وال وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن