ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سون توکو بيې لوېدلې دي

په کابل کې د سون توکو بيې لوېدلې دي

author avatar
30 Oct 2014 - 12:06
په کابل کې د سون توکو بيې لوېدلې دي
author avatar
30 Oct 2014 - 12:06

کابل (پژواک ٨ لړم ٩٣): په کابل ښار کې نن د سون توکو بيې د تېرې پنجشنبې په پرتله لوېدلې او د سرو زرو بيه لوړه شوې خو له اوړو پرته د نورو خوراکي توکو بيو بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يو لېتر پټرول تېلو بيه له ٦٤ افغانيو ٦١افغانيو ته رالوېدلې، خو د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه د تېرو اوو ورځو په څېر ٥٨ افغانۍ ده.

هغه زياته کړه چې په نړيوالو بازارونو کې د پټرولو د بيې لوېدو د کابل پر بازارونو هم اغېز کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې اونۍ کې يو ټن پټرول په ١٣١٠ امريکايي ډالر دي، په داسې حال کې چې تېره اونۍ يې بيه ١٤٧٠ ډالر وه.

د کابل ښار د تايمني په پنځم سړک کې د اوبلن ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې يو کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٧٠ افغانيو څخه ٦٥ افغانيو ته را لوېدلې ده.

د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي محمد شريف وويل چې د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٧٥٠٠ څخه ٧٠٠٠ او د يو خروار ارچې لرګيو بيه له ٦٥٠٠ څخه ٦٠٠٠ افغانيو ته را لوېدلې ده.

هغه زياته کړه چې د لرګيو د پلور له کمښت سره د لرګيو بيه هم لوېدلې ده.

 د اوړو بيه هم په نسبي توګه غورځېدلې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رييس فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ورځ د تېرې پنجشنبې په ورځ د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو عمده بيه له ١٢٨٠ افغانيو څخه ١٢٧٠ افغانيو ته ټيټه شوې ده چې لامل يې د اوړو د وارداتو ډېرښت دى.

خو د نورو خوراکي توکو بيو کې څه بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په پرتله د پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٧٢٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلويي پاکستانۍ اول سيله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٣٦٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ٢١٠ افغانۍ او د يو کيلو ويټنامي شين چاى بيه ١٨٠ افغانۍ ده.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور، د هغو له عمده پلور سره زيات توپير کړى، خو په ځينو مورادو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ يوه پرچون پلورونکي هټيوال خانعلي وويل چې نن پنځوس کيلويي بوره په ٢٠٠٠ افغانۍ، ٥٠ کيلويي پاکستاني اوړه په ١٣٥٠ افغانۍ، ٢٤ کيلويي اول سېله پاکستانۍ وريجې په ٢٣٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٤٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى په ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

خو په دې اونۍ کې د سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار په تيمورشاهي سړک کې د سرو زرو يوه پلورونکي محمد فواد وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٠٥٠ افغانيو څخه ٢١٠٠ افغانيو ته او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٧٠٠افغانيو څخه ١٧٥٠ ته لوړه شوې ده.

 د هغه په خبره، د سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د بيو له لوړېدو سره د کابل بازارونو کې هم لوړه شوې ده.

د کابل د شهزاده سراى د صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېر بيه ٥٧،٨٠ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ٥٦١ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د پېر ارزښت ٥٨ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو بيه ٥٦٥ افغانۍ وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.