ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو روسى پيلوټ خوشې کړ

وسله والو طالبانو روسى پيلوټ خوشې کړ

author avatar
31 Oct 2014 - 15:41
وسله والو طالبانو روسى پيلوټ خوشې کړ
author avatar
31 Oct 2014 - 15:41

کابل (پژواک ٩ لړم ٩٣): وسله وال طالبان وايي، هغه روسی تبعه چې يو نیم کال وړاندې يې په لوګر کې نيولى و، خوشې کړى دى.

د پاول پيت رينکو په نوم روسى پيلوټ، کابو يو نيم کاله وړاندې د وسله طالبانو له لوري د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له اتو ترکانو او دوو افغانانو سره يوځاى له يوې چورلکې سره نيول شوى و.

د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړى دوه ورځې وړاندې (د چهارشنبې ورځ، د لړم اوومه) له خپلو يو تن افغان همکار سره يو ځاى د دوى له لوري ازاد کړى شو.

ده زياته کړې، ياد شوى روسی پيلوټ، چې په دې وروستیو وختونو کې سخت ناروغه شوی و، د روغتيايي ملحوظاتو او اړوند هېواد سره د اړيکو او تفاهم  په پايله کې خوشې کړى شو.

خو سرچينې يادونه کړې، چې له نوموړي ژمنه اخيستل شوې، چې افغانستان به پرېږدي او خپل هېواد ته به ستنېږي.

دغه راز طالبانو ويلي، د هغه له افغان همکار څخه هم ژمنه اخيستل شوې، چې له دې وروسته به هېڅ يوه داسې فعاليت نه کوي، چې د دوى پر ضد وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.