ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: دولت به د خصوصي سکټور همکار وي

ولسمشر غني: دولت به د خصوصي سکټور همکار وي

author avatar
31 Oct 2014 - 16:54
ولسمشر غني: دولت به د خصوصي سکټور همکار وي
author avatar
31 Oct 2014 - 16:54

کابل (پژواک ٩ لړم ٩٣): ولسمشر اشرف غني وايي، غواړي افغانستان په يوه صادرونکي هېواد بدل کړي او د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ يو تړون رامنځته کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د چين او افغانستان د سوداګرو او پانګه والو د ټولنې په غونډه کې ګډونوال ته کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا غونډه کې نن د ولسمشر د ملګري پلاوي او د افغان او چين د سوداګرو او پانګه والو په ګډون د بيجينګ په ښارکې جوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ولسمشر په دې غونډه کې وويل، زه ډاډه يم چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د خونو ترمنځ اړيکې به د سوداګريزو او صنعتي اړيکو په پراختيا کې ګټورې تمامې شي.

دى وايي: “زموږ موخه داده چې افغانستان په يوه صادرونکي هېواد بدل کړو او غواړو چې د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ يو داسې تړون رامنځ ته کړو، چې د باور او دوامدار تعامل پر بنسټ ولاړ وي.”

نوموړي په چين کې د افغان سوداګرو د ستونزو حل ته په پاملرنې سره وويل، چې د چين له لومړي وزير سره په کتنه کې يې د ويزې د ستونزې د حل او افغان سوداګرو ته د ښې کاري فضا د رامنځ ته کولو موضوع يې مطرح کړې ده.

هغه په ټينګار سره وويل، هر هغه څوک چې وغواړي په افغانستان کې په غير قانوني ډول سوداګري وکړي، د فعاليت جواز به ترې واخيستل شي.

ده همدا راز زياته کړه، چې د غير قانوني وارداتو وخت تېر شوى دى.

د ده په خبره، موږ غواړو چې د افغانستان اوسني حالت ته بدلون ورکړو؛ يعنې د ورېښمو لاره بيا جوړه او افغانستان د سوېلي او منځنۍ اسيا د اتصال په مرکز بدل کړو.

اشرف غني په دې باندې په ټينګار سره چې يواځې سيالي کافي نه ده، بايد د صادراتو ستراتېژي جوړه شي، وويل، چې دولت به د خصوصي سکټور همکار وي او د هېواد د سوداګرو پر ستونزو به په عملي ډول کار کوي.

د هغه په وينا، د افغانستان دروازې د سوداګرۍ او پانګې اچونې لپاره خلاصې دي.

ده ډاډ څرګند کړ، چې خصوصي سکټور به په دولت کې پر فساد ککړو مامورينو ته له دې وروسته پيسې نه ورکوي او د هېواد په عدلي او قضايي سيستم کې رامنځ ته کېدونکي اصلاحات به دوى ته دغه زمينه برابره کړي.

 

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په دې غونډه کې د چين د سوداګرو او صنعتکارانو د فدراسيون رييس وانګ کنمن هم خبرې وکړې او د افغانستان او چين د سوداګرو او پانګه والو د ټولنې د جوړېدو په باب يې معلومات ورکړل.

سرچينه کاږي، همداراز په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونې مرستيال خان جان الکوزي، د سوداګرۍ د خونې عامل رييس عتيق الله نصرت او د بهير د مطبعې رييس شېرباز کمين زاده د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګريزو او صنعتي اړيکو د پراختيا لپاره د موجودو ښو فرصتونو په باب خبرې وکړې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.