ترينکوټ (پژواک ٩ لړم ٩٣): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د يوه ښوونځي سرمعلم خپل ښوونکى له دې امله په چړو وهلی، چې د مياشتني معاش نيمايي برخه يې نه ده ورکړې.
ياد ښوونکی اوسمهال د ولايت په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی او ډاکټران يې روغتيايي حالت نازک بولي.
ياد ښوونکی ميوند نومېږی او څو مياشتې مخکې يې د نواباد په نوم ښوونځي کې د قراردادي ښوونکي په توګه دنده پيل کړې وه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ياد ښوونځي سرمعلم ورته ويلي و، چې هره مياشت به د خپل معاش نيمايي برخه ده ته ورکوي او په دې توګه کولای شي، چې خپله دنده مخې ته يوسي.
دى وايي: “له څو مياشتو وروسته مې معاش ترلاسه کړ، هړ سرمعلم ته د خپل معاش د نيمايي برخې له ورکړې څخه مې ډډه وکړه او دا موضوع مې د پوهنې رياست د استخدام له مدير سره هم شريکه کړې ده.”
د نوموړي په خبره، دوه ورځې وروسته د ياد ښوونځي سرمعلم چې روزي خان نومېږي، له دوو تنو نورو ملګرو سره، نوموړي ته لاره نيولې او د چړو ګوزارونه يې ورباندې کړي دي.
دى زياتوي، ياد سرمعلم شپږ چړې وهلی او هڅه يې کوله، چې دی ووژني.
له بلې خوا د ياد ښوونکي ورور خيبر پژواک ته وويل، چی ورور يې د خپل سرمعلم له خوا د مرګ تر کندې پورې رسول شوی دی.
نوموړي له امنيتي چارواکو څخه وغوښتل، چې ياد کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
همدارنګه د اروزګان ولايت د معارف رياست د استخدام مدير عبدالهادي پژواک ته وويل، چی څو ورځې وړاندې ورته ياد ښوونکی چی ميوند نومېږي، ورغلی و او له ده څخه د سرمعلم له خوا د معاش د اخيستلو په اړه يې ورته ويلي و.
خو دى وايي، نوموړي ورته ويلی و، چې دا غير قانوني کړنه ده او بايد پيسې ورته ورنه کړي.
له بلې خوا د اروزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ګلاب خان وايي، په دې اړه ورته عريضه شوې او د ياد سرمعلم د نيولو امر هم د دوی له لوري ورکړل دی.
خو په وينا يې، لا تردې مهال دغه کسان نه دي نيول شوي او پوليس يې د نيولو په لټه کې دي.
همدارنګه د مرکزی روغتون يو تن ډاکټر نوروز خان پژواک ته وويل، چې ياد ښوونکی اوسمهال تر درملنې لاندې دی او روغتيايي حالت يې نازک دی.
د ده په خبره، د ښوونکی ټپونه ډېر ژور دي او ډېره وينه يې ضايع کړې ده.
هڅه مو وکړه، چی د يادې موضوع په اړه د سرمعلم نظر هم واخلو، خو بريالی نه شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن