جلال اباد (پژواک ٩ لړم ٩٣): د لغمان چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز مهترلام کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار (جمعه، د لړم نهمه) په شاوخوا لسو بجو د دې ولايت د مرکز اړوند په عصمت څلوره کې، په يوه بايسکل پورې د نښلول شوي مقناطيسي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې چاودنه کې لس ملکي وګړي ژوبل شوي، چې ټول يې نارينه دي.
د هغه په وينا، ټپيان ټول د لغمان د عامې روغتيا روغتون ته د درملنې په موخه استول شوي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
ځواک وايي، بايسکل په ياده ساحه کې ولاړ و او دا لا نه ده معلومه، چې د چاودنې هدف څوک وو، خو زياتوي، د پېښې په اړه د امنيتي او کشفي ارګانونو له لوري جدي څېړنې پيل شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن