ترينکوت ( پژواک، ١٠ لړم ٩٣ ) : په اروزګان ولايت کې يوه ځوان خپل پلار او درې وروڼه پر ډزو سره وژلي دي.
د اروزګان والي امان الله تيموري د لړم په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازيګر ناوخته د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار اړونده په ده يک سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کورنۍ شخړې له امله يوه ځوان د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي او يو شمېر کسان يې وژلي دي، خو والي په دې اړه نور معلومات نه درلودل.
د ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر ګل اغا پژواک اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې د يوې کورنۍ د وروڼو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ددې وروڼو پلار خپل زامن د روغې جوړې لپاره راغوښتي وو، چې پر دې مهال يوه ورور ډزې وکړې ، خپل پلار او درې نور وروڼه يې ووژل .
دى وايي چې بريد کوونکى له سيمې څخه تښتېدلى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې تېره مياشت ( دتلې په ١٦مه، ) د ترينکوت ښار د ابرده په سيمه کې يوه ځوان د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي وو.
ددې پېښې په وژل شويو کسانو کې د ياد ځوان پلار ، ورور، وراره او درې ميرمنې شاملې وې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن