کابل ( پژواک، ١٠ لړم ٩٣ ) : ټاکل شوې ده،چې دافغانستان په اړه داستانبول بهير د اسيا زړه پنځم کنفرانس راتلونکى کال د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي.
دغه څرګندونې دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه کې شوي، چې د لړم په ١٠مه، په کابل کې د پاکستان دسفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اسيا زړه ـ د استانبول د بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه ناسته کې، چې پرون د چين په پلازمېنه بېجينګ کې جوړه شوه، پرېکړه وشوه چې د دغه بهير پنځمه ناسته دې په راتلونکي کال کې په پاکستان کې جوړه شي.
سرچينې زياته کړې، چې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز يادې غونډې ته په خپله وينا کې د افغانستان په امنيت او بيارغونه کې د چين د رول ستاينه وکړه او ويې ويل چې هېواد يې د چين داقداماتو ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه، چې پاکستان خپلو ګټو ته په کتلو سره د باور د فضا د رامنځته کولو په موخه د بنسټيزو اقداماتو ملاتړ کوي.
سرتاج عزيز ويلي، چې په افغانستان کې تر ټاکنو وروسته د سياسي واک د لېږد پروسه په برياليتوب سره ترسره شوې او هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.
د استانبول بهير د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ زېږديز کال د ترکيې د استانبول په ښار کې پيل شو، د هغه دويمه ناسته په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې او درېيمه ناسته يې په ۲۰۱۳ کال د قزاقستان هېواد د الماتا په ښار کې ترسره شوه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن