ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو ولايتونو کې د کوباني ښار د اوسېدونکو په ملاتړ لاريونونه وشول

په بېلابېلو ولايتونو کې د کوباني ښار د اوسېدونکو په ملاتړ لاريونونه وشول

کابل ( پژواک، ١٠ لړم ٩٣ ) : د ملي پيوستون ګوند سلګونو پلويانو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د سوريې د کوباني ښار د اوسېدونکو په ملاتړ لاريونونه ترسره کړل، چې دداعش وسله والې ډلې تر بريدونو لاندې راغلي دي.

کوباني د ترکيې پولې سره نږ‌دې د سوريې سرحدي ښار دى، چې د شام او عراق د اسلامي دولت ( داعش) وسله والې ډلې پرې بريدونه کوي او ګڼ شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ملي پيوستون ګوند له خوا ددغه ښار د اوسېدونکو په ملاتړ کې په کابل کې تر لاريون وروسته  دلړم په ١٠مه، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ترسره کړل، چې ددغه ګوند سلګونو پلويانو په کې برخه اخيستې وه.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کوباني په ملاتړ او د داعش د غندنې په موخه لاريون وشو، ګډونوالو د کابل او مزارشريف ښار پر لويه لار، فردوسي څلور لارې ته څېرمه تر سره شو، د ملي پيوستون ګوند له خوا رهبري کېده او د ياد ګوند د پلويانو تر څنګ په کې د مدني ټولنې ځينو فعالانو هم ونډه اخيستې وه.

د لاريون په اوږدو کې مرګ پر داعش، مرګ پر امريکا او د کوباني په ملاتړ شعارونه ورکول کېدل.

 په بلخ ولايت کې د ملي پيوستون ګوند استازي سياوش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه حرکت په ټوله نړۍ کې د کوباني په ملاتړ د شويو حرکتونو لړۍ ده.

نوموړي زياته کړه، چې دوی له کوباني څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

د لاريون د ګډونکو شمېر زيات نه و، خو په دغه ښار کې د نورو لاريونونو په پرتله په کې نجونو ډېره برخه اخيستې وه.

دغه راز د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم چې شمېر يې لسګونو ته رسېده، په تالقانو کې د داعش د کړنو پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ويل چې امريکا او متحدين يې د داعش پر ضد عملياتو کې دوه مخى رول لوبوي او په دې برخه کې صادق نه دي.

په تالقانو کې ددغه ګوند غړی همرنګ کوهنورد وايي د کوباني کلابندي بايد پای ته ورسېږي، امريکا او نور هېوادونو بايد د (اسلامي دولت ) پرضد صادقانه عمل وکړي.

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې هم د همبستګۍ ګوند لسګونو تنو لاريون وکړ او دداعش پر ضد يې شعارونه ورکول.

دغه راز په هرات ولايت کې هم د يو شمېر نجونو په ګډون لسګونو د کوباني د خلکو په ملاتړ او د داعش وسلوالې ډلې پر ضد لاريون وکړ او ددوى پر ضد يې شعارونه ورکول.

د لاريون ګډونوالو دداعش په اړه د امريکا، ترکيه او سعودي عربستان پر سياستونو نيوکې کولې او دوى يې پر دوه مخيزي سياست تورنول.

په همدې مهال په باميان ولايت کې هم يو شمېر کسانو چې ډېرى يې محصلين وو، د کوباني په ملاتړ او دداعش پر ضد لاريون وکړ.

د دغه لاريون يو تن تنظيموونکي سيد هادي پژواک ته وويل چې دکوباني ښار له تېرې يوې مياشتې راهيسې کلا بند دى، خو څوک يې پوښتنه نه کوي.

هغه زياتوي چې سعودي عربستان ، ترکيه او امريکا دداعش ملاتړي دي، خو په څرګند ډول دا ملاتړ نه شي کولى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.