ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د درې پروژو چارې پيل شوې

په غزني کې د درې پروژو چارې پيل شوې

author avatar
1 Nov 2014 - 17:45
په غزني کې د درې پروژو چارې پيل شوې
author avatar
1 Nov 2014 - 17:45

غزني ښار،ميدانښار (پژواک ۱۰ لړم ۹۳): په غزني ولايت کې به د درې پروژو په پلي کېدو سره زرګونو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات، د اوسېدو کورونه او د برېښنا اسانتياوې برابرې شي.

دا درې پروژې د لړم په لسمه د ولايتي چارواکو له لوري پرانېستل شوې، چې په کې د برېښنا پروژه، د علي لالا ښارګوټي د نومرو وېش او د سل بستريز روغتون د چارو پېلېدل شامل دي.

د غزني سرپرست والي موسى خان اکبر زاده وايي، په ۲۰۱۵زېږديز کال کې به له کابله غزني ولايت ته وارداتي برېښنا را انتقال شي، خوتر هغه چې خلک بې برېښنا پاتې نه وي، د برېښنا رسولو لپاره يې نوي جنراتورونه راوړل.

نوموړي د جنراتورونو د فعالولو په مراسمو کې وويل، چې په دې پروژه کې به د غزني ښار د پښتون اباد، قلعه نو، خواجه بقال، خشک او يو شمېر نورې سيمې له برېښنا برخمنې شي.

د غزني ولايت د برېښنا رييس جان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پروژې سره به په غزني ولايت کې ۷۰۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د ده په وينا، پر دې پروژې درې سوه ميليونه افغانۍ لګښت راغلى ، خو د مالي مرسته کوونکو په تړاو يې څه ونه ويل.

هغه وايي، په غزني کې د دولتي برېښنا يو کيلو واټ بيه ۴۵ افغانۍ ده؛ خو د وارداتي برېښنا په رارسېدو به دغه بيه پنځو افغانيو ته راټيټه شي.

بلخوا په غزني کې د علي لالا د ښارګوټي د نومرو د وېش لړۍ هم پيل شوه.

د غزني سرپرست والي وايي، تېر لس کاله دولت په دې ونه توانېده، څو دغه ښارګوټى توزيع کړي، خو نن يې د نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.

 نوموړى وايي: ((دغه ښارګوټى تجارتي سيمې، ښوونځي او روغتون هم لري. کابو۴ زره کورونه به کې اباد شي، د شهيدانو کورنيو ته هم په کې نومرې ورکول کېږي.))

د غزني ښاروال فريدون احمدي وايي، په دې ښارګوټي کې يې د نومرو لپاره ٢٧زره عريضې ترلاسه کړې دي، خو دوى به ۴زرو کورنيو ته نومرې ووېشي.

 د ده په خبره، په دې ښارګوټي کې ۴۰ رهايشي څلور منزله بلاکونه او ۱۵۰ سوداګريز بلاکونه دي.

د غزني د ولايتې شورا وکيل حميدالله سروري وايي، دولت بايد ژر تر ژره دغه ښارګوټى ووېشي او ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د يوه بل خبر له مخې، نن په غزني کې د سل بستريز روغتون د جوړولو کار هم پيل شو.

د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده وايي، د دې روغتون په جوړولو سره به د غزني ولايت د زيات شمېر اوسېدونکو روغتيايي ستونزې هوارې شي.

د ده په خبره، دغه روغتون ټولې اسانتياوې لري، چې ټول لګښت يې ۲۵۴ ميليونه افغانۍ دى او په راتلونکو دوه نيمو کلونو کې به جوړ  شي.

هغه زياتوي، دا چې د غزني ولايتي روغتون نږدې ۴۰ کاله مخکې جوړه شوى او اوسمهال د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دى، نو د بل روغتون جوړول مهم و.

بله خوا د ميدان وردګو چارواکي وايي چې ددې ولايت د جلرېز ولسوالۍ کې يو شمېر قومونو د بي بي عايشې په نوم د ښوونځي ودانۍ جوړولو په موخه په خپل لګښت يو جريب ځمکه واخيسته.

ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې په جلرېز ولسوالۍ کې د بي بي عايشې په نوم د نجونو عالې لېسې ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو يې زده کړې د ولسوالۍ په مرکزي جومات کې ترسره کولې .

هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو په خپل لګښت يو جريب ځمکه تر اخيستلو وروسته د پوهنې رياست ته سپارلې،ترڅو ورته د يادې لېسې لپاره ودانۍ جوړه کړي .

د جلرېز ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالرزاق پژواک ته وويل چې دغه ځمکه يې په څلور ميليونه افغانۍ اخيستې، چې ټولې پيسې يې د سيمې له خلکو راټولې کړې دي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.