ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوځي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدام د مخنيوي قانون طرحه تصويب شوه

پوځي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدام د مخنيوي قانون طرحه تصويب شوه

author avatar
1 Nov 2014 - 16:03
پوځي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدام د مخنيوي قانون طرحه تصويب شوه
author avatar
1 Nov 2014 - 16:03

کابل (پژواک، ١٠ لړم٩٣): ولسي جرګې په پوځي قطعاتو کې د ماشومانو د استخدامولو د مخنيوي قانون  هغه طرحه تصويب کړه  چې له مخې به يې متخلفين تر يو کال بند محکوم شي.

عدليې وزارت په دې اړه د وزيرانو شورا مصوبه  د تلې په ٢٦مه ولسي جرګې ته  وړاندې کړه.

د ولسي جرګې د دفاعې چارو کمېسيون  مشر همايون همايون نن دغه طرحه عمومي غونډې ته وړاندې کړه او ويې ويل ، چې  د جرګې اتلس واړه کمېسيونونه يې په اړه  مخالف نظر نه لري.

د همايون د معلوماتو له مخې د دې طرحې په ٦ماده کې راغلي چې که تر تثبيت وروسته ماشومان له پوځي قطعاتو څخه ونه ايستل شي، نو مسوول تن به يې له ٣ تر ٦ مياشتو پر بند محکوم شي .

دغه راز د ده په وينا، د دې مصوبې له مخې، هغه تن پر يو کال بند محکوم کېږي، چې ماشومان په پوځي قطعاتو کې پر دندو ګوماري.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې له حاضرو ١٢٦غړو څخه ١٢٤ تنو د يادې طرحې تصويب ته موافقه رايه ورکړه.

د عدليې سرپرست وزير محمد يوسف حليم ولسي جرګې ته د يادې طرحې د معرفي کولو پرمهال ويلي و، چې يو شمېر ماشومان په پوځي قطعاتو کې پر دندو ګومارل شوي او د غه کار د هغوى  پر روزنې او روحياتو بد اغېز کوي او کېداى شي ناوړه ګټه هم ترې پورته شي.

د قانون له مخې، بايد د ولسي جرګې ياده مصوبه د مشرانو جرګې تر تاييد وروسته د ولسمشر له خوا توشيح او بيا پلې شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.