کابل ( پژواک ١٠ لړم ٩٣): د ولسي جرګې ځينو غړو د دې جرګې مشر له واکونو په ناوړه ګټې اخيستنې تورن کړ، خو د جرګې مشر دغه څرګندونې بې بنسټه وبللې.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې په دې جرګه کې د فراه استازي محمد سرور عثماني تور پورې کړ،چې د دې جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي له خپل واک نه په ناوړه ګټې اخيستنې سره ميلونونه ډالره پيدا کړي دي .
هغه زياته کړه : “د ولسي جرګې مشر د جرګې د رياست له عزت او پرستيژ نه ناوړه ګټه پورته کړې ده. “
دغه راز د عثماني په وينا، ابراهيمي د ولسي جرګې د غړو پر ځاى بهرنيو سفرونو ته د خپلې کورنۍ غړي وړي.
په ياده جرګه کې د کونړ استازي صالح محمد صالح هم وايي،چې د جرګې مشر ابراهيمي په بهرنيو سفرونو کې د جرګې له غړيو سره سليقوي چلند کوي او له خپلو واکونو ناوړه ګټې پورته کوي .
هغه زياته کړه : “موږ په جرګه کې د کونړ څلور وکيلان يو تر اوسه يوه هم سفر نه دى کړى .”
په دې جرګه کې د غزني استازې نفيسه عظيمي او د بلخ استازى عبدالرحمن رحماني هم ابراهيمي له واکونو په ناوړه ګټې اخيستنې تورنوي
عظيمي وويل : “د جرګې مشر هغو کسانو ته سفرونه ورکوي،چې زړه يې وغواړي او خپله خوښه يې وي . “
رحماني هم وويل : “زه د رسالت پارلماني ګروپ په استازيتوب خبرې کوم ، په دې ګروپ کې ٤٥ کسان دي، تر اوسه يوه هم سفر نه دى کړى ، يوه ورځ موږ ټول سره را ټوليږو او د رييس د لرې کېدو لپاره پاڼه لاسليک کوو. “
د جرګې يادو غړيو ټينګار کاوه،چې د جرګې له لوري بايد يو بې پرې پلاوى وټاکل شي او د جرګې د مشر عبدالرووف ابراهيمي دغه ډول سليقوي چلند وڅېړي .
د جرګې يادشوي غړي داسې مهال يادې څرګندونې کوي چې د ولسي جرګې مشر سعودي عربستان ته تر نږدې يوه مياشتنې سفر وروسته نن د جرګې عمومي غونډې ته حاضر شوى وو.
ابراهيمي وايي، چې سعودي ته په يوه رسمي سفر تللى و، خو د حج مراسم يې هم پر ځاى کړي و.
ابراهيمي وويل، دى بايد د بهرنيو هېوادونو په بلنه د جرګې د مشر په توګه بهر ته ولاړ شي او په رسمي غونډو کې د افغانستان په استازيتوب ګډون وکړي .
هغه زياته کړه “سعودى عربستان ته زما سفر،رسمي سفر و، زه د هغه ځاى د مشرانو په بلنه ورغلم او که په راتلونکې کې هم دغه شان سفرونه برابر شي، زه ورځم .”
ده وويل،چې د جرګې د غړيو په سفرونو کې يې هېڅ ډول سليقوي چلند نه دى کړى او که څوک يې له واکونو د ناوړه ګټې اخيستنې په اړه اسناد لري، نو وړاندې دې کړي .
ابراهيمي وايي، چې د بهرنيو سفرونو لپاره د جرګې د غړيو په ټاکنه کې جنسيت او د قومونو تر منځ انډول په پام کې نيسي او که د يوې ورځې لپاره هم رييس پاتې شي نو دغه معيار به مراعات کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن