ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست اوسېدونکي : په پرديو ژبو د هټيو ليکل شويو لوحو له ستونزو سره مخ کړي يو

د خوست اوسېدونکي : په پرديو ژبو د هټيو ليکل شويو لوحو له ستونزو سره مخ کړي يو

author avatar
5 Nov 2014 - 11:36
د خوست اوسېدونکي : په پرديو ژبو د هټيو ليکل شويو لوحو له ستونزو سره مخ کړي يو
author avatar
5 Nov 2014 - 11:36

خوست (پژواک ١٤ لړم٩٣) : د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ښار د ځينو هټيو، درملتونونو، روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو لوحې پر بهرنيو ژبو ليکل شوي، چې عامو خلکو ته يې لوستل ستونزمن دي.

د خوست اوسېدونکي وايي ، په انګليسي او اردو ژبو ليکل شوو لوحو زياتره خلک له دې امله له ستونزو سره مخ کړي، چې نه پرې پوهېږي او اصلي ادرس په ډېرې ستونزې سره پيدا کوي.

د خوست ښار د صرافانو په کوڅه کې يو تن صراف محمد ناصر پژواک خبر اژانس ته وويل، ډېر کسان يې ليدلي، چې پر لوحو د نه پوهېدو له امله يې هټۍ، روغتيايي مرکز او يا کوم بل ځای غلط کړی دی.

نوموړي زياته کړه، دا ستونزه ځکه رامنځته شوې، چې د هغې هټۍ او يا کلينيک لوحه په اردو او يا هم په انګليسي ژبه ليکل شوې وي.

ناصر وويل، چې که په ښار کې په پرديو ژبو ټولې لګول شوې لوحې د خپل هېواد په رسمي ژبو وليکل شي، د قانوني بڼې د خپلولو ترڅنګ به په ډېرې اسانۍ سره د خلکو د پوهېدو وړ هم وګرځي.

هغه په دې اړه وويل:((په انګريزي او اردو ژبو ټولې ليکل شوې لوحې بايد پښتو ته واړول شي؛ ځکه د خوست زياتره اوسېدونکي پښتانه دي. دولت بايد دغه مسئله جدي ونيسي.))

د ښار د صرافۍ په ياده کوڅه کې د يوې هټۍ پر لوحه ليکل شوي: (ARYANA MONEY CHANGER ) ؛خو هټيوال د يادې لوحې په تړاو پژواک اژانس سره خبرو ته حاضر نه شو.

دغه راز  د خوست ښار د موبايلو د پلورنځيو کوڅه کې هم  د ډېرو هټيو  لوحې په پرديو ژبو دي.

دلته د يوې هټۍ پر لوحه په اوردو ژبه ليکل شوي : (( ټيلي لينک ؛ بهترين اور معياري موبائل فون اسيسريز .))

د خوست ښار اوسېدونکي محمد انور له پژواک اژانس سره په خبرو کې له دولت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور د رياست له مسوولينو څخه په ياده برخه کې د جدي ګامونو د اخيستلو غوښتنه وکړه.

انور زياته کړه، چې که دولت دا کار وکړي د پښتو لپاره د خدمت او په اسانۍ سره پر لوحو د خلکو د پوهېدو ترڅنګ به په دې برخه کې د قانون پلي کېدو ته هم لار پرانېستل شي.

د خوست ښار د درملتونونو په کوڅه کې د خوراکي توکو يو تن هټيوال کريم الله، چې پر هتۍ يې په انګليسي ژبه لېکل شوې لوحه ځوړند وه، وويل چې دا کار يې په قصدي ډول نه دی کړی.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې د يادې لوحې فرمايش ده ورکړی و؛ خو دې ته يې فکر نه و چې په انګليسي ژبه د نه پوهېدونکو خلکو لپاره به سرخوږی جوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((په دې برخه کې په خپله دولت بې غوري کوي، که دوی پرې جريمه ولګوي، زه فکر کوم چې نه به زه او نه به بل څوک پر بهرنيو ژبو د لوحو ليکلو ته زړه ښه کړي.))

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدامين شاه الفت هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ياده ستونزه جدي وګڼله او د دا ډول لوحو لرې کول يې د خپل رياست مسووليت وباله.

نوموړي وويل، چې تېر کال يې په خوست ښار کی زياتره هغه لوحې، چې په پرديو ژبو ليکل شوې وې، راټولې کړې وې خو د تېرو څو مياشتو په موده کې دغه ډول لوحې بيا زياتې شوې دي.

الفت زياته کړه، غواړي چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې ښاريانو ته په خپله ژبه د لوحو د ليکلو او پر پرديو ژبو د ليکل شوو لوحو د راکوزولو لارښوونه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((که عامه پوهاوي ښه پايله ونه لرله د امنيه قوماندانۍ او ښاروالۍ په مرسته به يو ځل بيا هم پر پرديو ژبو د ليکل شوو لوحو د راټولو کمپاين پيل کړو.))  

محمدامين شاه الفت دغه راز له ټولو هغو ادارو څخه، چې د هټيو، روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو او ودانيو جوازونه ورکوي، وغوښتل چې په پرديو ژبو د نومونو او يا د لوحو د ليکلو جواز ورنه کړي.

د يادونې ده، چې اوسمهال د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر روغتيايي او ښوونيز مرکزونه، لسګونه  نا دولتي موسسې، خصوصي پوهنتونونه، هوټلونه او شاوخوا دولس زره هټۍ شته دي.

ښاريان وايي، چې که دولت پر دې ټولو په پښتو او دري ژبو د لوحو ليکلو په برخه کې بريالی شي، نو د حکومتوالۍ په ټينګښت او د قانون له پلي کولو سره ډېره مرسته کوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.