ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يو شمېر وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

خوست کې يو شمېر وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

author avatar
6 Nov 2014 - 15:39
خوست کې يو شمېر وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې
author avatar
6 Nov 2014 - 15:39

خوست ښار-جلال اباد (پژواک، ١٥ لړم ٩٣): په خوست کې څه باندې څلوېښت ميله سپکې وسلې چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پوليسو د عملياتو پر مهال نيولې وې، ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د لړم په ١٥مه ډاياګ ته د دغو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په ټوليز ډول د يادو وسلو شمېر ۴۴ ته رسېږي.

هغه زياته کړه: ((په دې وسلو کې ۳۸ ميله بېلابېل ډوله تومانچې او يو شمېر کلاشينکوفونه دي. دغه وسلې پوليسو د پلټونکو عملياتو په ترڅ کې ترلاسه کړې او اوس مو ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.))

نعيمي دغه راز وويل چې په ناقانونه توګه د ساتل کېدونکو وسلو راټولول د وسله والو غلاوو، قتلونو او د نورو جرمونو په مخنيوي کې د مرستې تر څنګ پر امنيت مثبت اغېز لرلی شي.

هغه د دغه ولايت د امنيتي ارګانونو له مسوولينو وغوښتل چې د امنيت د لا ټينګښت لپاره خپلې دندې په مسووليت ترسره کړي او پر خپل وخت د ناامنيو د رامنځته کېدو مخه ونيسي.

د امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک اژانس ته وويل، پوليس هڅې کوي چې د دغه ولايت له خلکو سره په ناقانونه توګه ساتل شوې وسلې راټولې کړي.

قوماندان غيرت زياته کړه، په ناقانونه توګه د ساتل شوو وسلو د راټولولو لړۍ روانه ده او هيله من دي چې په دې سره به د دغه ولايت امنيتي وضعيت نور هم ښه شي.

د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې سرحدي پوليسو څلور وسله وال او په چاودونکو توکو کې کارېدونکي تېزاب نيولي دي.

د ٣٠١ سرحدي زون قوماندان پاسوال فضل احمد عيار پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ يې په خوګياڼو کې څلور وسله وال چې له يوې سيمې بلې ته پر لاره وو، نيولي دي.

نوموړى وايي چې له يادو وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او وسله وال دا مهال تر پوښتنو ګرويګنو لاندې دي.

همداراز دى زياتوي چې تېره ورځ يې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې په بس موټر کې ١٥ بوشکې تېزاب هم نيولي دي.

دى وايي، له يادو تېزابو د نشه يي توکو په جوړولو او ماينونو کې کار اخيستل کېږي چې په تړاو يې درې تنه هم لاس په لاس نيول شوي دي.

د ده په خبره چې له دې مخکې هم د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې يو شمېر وسلې او نور په نشه يي توکو کې مواد نيول شوي دي.

ياده دې وي، د ننګرهار سرحدي ښارګوټى تورخم هغه بندر دى چې ډېرى وخت پرې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه ناقانونه توکي را قاچاق کېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.