ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: له لوګره د ايساف سرتېرو وتلو پر امنيت منفي اغېزه نه ده کړې

والي: له لوګره د ايساف سرتېرو وتلو پر امنيت منفي اغېزه نه ده کړې

author avatar
6 Nov 2014 - 11:40
والي: له لوګره د ايساف سرتېرو وتلو پر امنيت منفي اغېزه نه ده کړې
author avatar
6 Nov 2014 - 11:40

پل علم ( پژواک ١٥ لړم ٩٣): په لوګر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له پوځي اډې ”شنک ”څخه د ايساف سرتېري وتلي او دا پوځي اډه يې افغان ملي اردو ته سپارلې ده.

د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې افغان حکومت له دغې اډې څخه د خپلو ځواکونو لپاره ښه ګټه اخيستلاى شي.

له امريکا سره د امنيتي تړون له مخې به په افغانستان کې له ۱۰ تر ۱۵ زرو بهرني ځواکونه په ځينو محدودو اډو کې پاتې شي، ځکه خو دغه سرتېري يو شمېر سيمې پرېږدي.

په روانې اوونۍ کې په لوګر کې د بهرنيانو له سترې اډې شنک (Shank ) څخه د ايساف د ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شوه او دا اډه يې د افغانستان ملي اردو ځواکونو ته وسپارله.

د شنک پوځي اډه د لوګر مرکز پل علم سوېل لوري ته څېرمه په پراخه دښته کې جوړه شوې  او د افغانستان په ختيځ کې د بهرنيو ځواکونو له سترو او مهمو پوځي اډو څخه ګڼل کېده.

د لوګر سرپرست والي وويل په ياده اډه کې د ايساف دوه لوا ګانې پرتې وې، چې په مجموعي ډول يې د سرتېرو شمېر شاوخوا اته زره تنو ته رسېده.

ده وويل :((دا په سوېل ختيځ کې د ايساف له مهمو پوځي اډو څخه شمېرل کېده. په امنيتي تړون کې د دغې اډې نوم د ګردېز راغلی، خو دا د تېرې کنډو په بېخ کې د لوګر اډه ده. په دې اډه کې د ايساف ۸ زره سرتېرو شتون درلود.))

د لوګر سرپرست والي وايي، په شنک کې اوس يواځې لږ شمېر ځانګړي امريکايي ځواکونه پراته دي؛خو اډه او په کې جوړ شوي ټول تاسيسات افغان ځواکونو ته سپارل شوي.

هغه زياته کړه ، د لوګر په ګډون په ګاونډيو ولايتونو کې د بهرنيانو له لوري ټول ترسره کېدونکي پوځي عمليات له دغه ځايه رهبري کېدل.

اميري وايي: ((دغو ځواکونو يواځې په دې ساحه کې عمليات نه درلودل، بلکې شاوخوا پنځه ولايتونه يې تر کنترول لاندې وو. هغه سپېشل فورس، چې دلته پاتې کېږي، ممکن، په لوګر، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني او ميدان ورګ کې خپل وظايف سرته ورسوي.))

نيازمحمد اميري زياته کړه، چې که څه هم له لوګر ولايت څخه د ايساف ځواکونو په وتلو سره پر امنيت کوم ښکاره منفي اغېز نه تر سترګو کيږي،خو زياتوي چې افغان امنيتي ځواکونه پرې تکيه وو.

هغه د افغانستان له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو وغوښتل،چې د دې ولايت عمومي امنيتي وضعيت ته په کتو سره په لوګر کې خپل ځواکونه پياوړي او تجهيز کړي.

سرپرست والي وايي: ((تر اوسه پورې له لوګر څخه د ايساف ځواکونو په وتلو سره په امنيت  کې منفي تاثير نه ليدل کيږي ، خو طبعاً زموږ  د امنيتي مسوولينو وظايف به سختېږي، ستړياوې  به يې زياتې شي. په لوګر کې د دغې اډې شتون مثبت اثارات لرل.))

ويل کېږي، چې په ياده پوځي اډه کې زرګونو افغانانو هم کار کاوه، خو د اډې له تخليه کېدو سره اوس زياتره دغه افغانان بې روزګاره دي.

د لوګر والي وويل، که افغان حکومت وغواړي، د شنک په تخليه شوې پوځي اډه کې د شته امکاناتو له مخې تر پنځه زره زيات افغان امنيتي ځواکونه ځای پرځای کولای شي.

د نوموړي په خبره :((هوايي ډګر لري، چې جېټ او نورې تيارې هم په کې کېناستلی شي. ورکشاپونه لري. موږ کولای شو، چې له پنځه تر شپږ زرو پورې خپل امنيتي ځواکونه دلته ځای کړو.))

په همدې حال کې په يوه خپاره شوي بيان کې وسله والو طالبانو د لوګر د شنک له پوځي اډې څخه د ايساف ځواکونو د وتلو تر ټولو عمده لامل، خپله جدي مبارزه ګڼلې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.