ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسې په طبي انسـټيټيوټ کې د سترګو او غاښونو څانګه پرانستل شوه

د فرانسې په طبي انسـټيټيوټ کې د سترګو او غاښونو څانګه پرانستل شوه

author avatar
8 Nov 2014 - 19:22
د فرانسې په طبي انسـټيټيوټ کې د سترګو او غاښونو څانګه پرانستل شوه
author avatar
8 Nov 2014 - 19:22

کابل ‌(پژواک، ١٧ لړم ٩٣): په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې په طبي انسـټيټيوټ کې د سترګو او غاښونو د څارنې څانګه پرانستل شوه.

په دې مراسمو کې چې د لړم په ١٧مه، ماښام مهال په کابل کې په لاره اچول شوي وو، د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل، په کابل کې د فرانسې سفير، د اغاخان بنسټ استازو  او د ياد انسټيټيوټ مسوولينو برخه اخيستې وه.

د عامې روغتيا وزيرې وويل، چې دغه څانګه د فرانسې حکومت د ٤٧٥زره امريکايي ډالرو په مرسته جوړه شوې ده.

هغې زياته کړه، چې د سترګو او غاښونو  د درملنې او څارنې په دې څانګه کې په نړيواله کچه روزل شوي کسان په دندو ګومارل شوي دي.

د ياد روغتون سرپرست ډاکټر عبدالله فهيم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې مرکز کې به په نړيواله کچه د غاښونو او سترګو د ناروغانو درملنه کېږي .

دى وايي، د درملنې ترڅنګ په دې څانګه کې د سترګو لپاره د عصري عينکونو پلورنځاى هم شتون لري.

د هغه په وينا، په راتلونکو ١٥ کلونو کې به په دې مرکز کې دوه سوه زره د روغتيايي مشورې، ٣٢زره د جراحۍ عمليات او ٦٦زره په نورو برخو کې درملنه وشي.

ډاکټر فهيم دغه راز وويل، چې د غاښونو په څانګه کې هم څلور تکړه ډاکټران او نور مجهز وسايل ځاى پر ځاى شوي دي.

د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د فرانسې له حکومت څخه مننه وکړه، چې د افغانانو لپاره يې د روغتيايي خدماتو دا څانګه جوړه کړه.

د ماشومانو لپاره د فرانسې  طبي انسـټيټيوټ له ٢٠٠٥ زېږديز کال راهيسې په کابل کې فعاليت کوي، دا يوه غير انتفاعي اداره ده، چې د فرانسې په مرسته چلېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.