کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې په طبي انسـټيټيوټ کې د سترګو او غاښونو د څارنې څانګه پرانستل شوه.
په دې مراسمو کې چې د لړم په ١٧مه، ماښام مهال په کابل کې په لاره اچول شوي وو، د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل، په کابل کې د فرانسې سفير، د اغاخان بنسټ استازو او د ياد انسټيټيوټ مسوولينو برخه اخيستې وه.
د عامې روغتيا وزيرې وويل، چې دغه څانګه د فرانسې حکومت د ٤٧٥زره امريکايي ډالرو په مرسته جوړه شوې ده.
هغې زياته کړه، چې د سترګو او غاښونو د درملنې او څارنې په دې څانګه کې په نړيواله کچه روزل شوي کسان په دندو ګومارل شوي دي.
د ياد روغتون سرپرست ډاکټر عبدالله فهيم پژواک اژانس ته وويل، چې په دې مرکز کې به په نړيواله کچه د غاښونو او سترګو د ناروغانو درملنه کېږي .
دى وايي، د درملنې ترڅنګ په دې څانګه کې د سترګو لپاره د عصري عينکونو پلورنځاى هم شتون لري.
د هغه په وينا، په راتلونکو ١٥ کلونو کې به په دې مرکز کې دوه سوه زره د روغتيايي مشورې، ٣٢زره د جراحۍ عمليات او ٦٦زره په نورو برخو کې درملنه وشي.
ډاکټر فهيم دغه راز وويل، چې د غاښونو په څانګه کې هم څلور تکړه ډاکټران او نور مجهز وسايل ځاى پر ځاى شوي دي.
د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د فرانسې له حکومت څخه مننه وکړه، چې د افغانانو لپاره يې د روغتيايي خدماتو دا څانګه جوړه کړه.
د ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسـټيټيوټ له ٢٠٠٥ زېږديز کال راهيسې په کابل کې فعاليت کوي، دا يوه غير انتفاعي اداره ده، چې د فرانسې په مرسته چلېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن