ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک د تصوير اخيستونکي مړينه د رسنيو لپاره ستره ضايعه ده

د پژواک د تصوير اخيستونکي مړينه د رسنيو لپاره ستره ضايعه ده

author avatar
8 Nov 2014 - 13:05
د پژواک د تصوير اخيستونکي مړينه د رسنيو لپاره ستره ضايعه ده
author avatar
8 Nov 2014 - 13:05

کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٣): د پژواک خبري اژانس ادارې او ژورنالېستانو ملي ټولنې په هرات کې د پژواک خبري اژانس د تصوير اخيستونکي مړينه د رسنيو لپاره يوه ستره ضايع وبلله.

سيد مولاداد يعقوبي د خپل ژوند ٢٩ پسرلي شا ته پرېښې وو او له تېرو اتو مياشتو راهيسې د مغزي غدې له ناروغۍ ځورېده چې بالاخره يې تېره ورځ د هندوستان د پلازمېنې نوي ډهلي په يوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د پژواک دغه تصوير اخيستونکى تېره مياشت د خپلو هم مسلکو او د خبريالانو د يو شمېر صنفي او ملاتړو بنسټونو په همکارۍ هندوستان ته د درملنې لپاره ولاړ. ډاکترانو د نوموړي په مغزي غده کې پرمختللى سرطان تشخيص کړى و او په وروستيو څو اونيو کې تر درملنې وروسته په روغتون کې ومړ.

نوموړي له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې له پژواک خبري اژانس سره د يوه هڅاند تصوير اخيستونکي په توګه کار کاوه، د پژواک خبري اژانس اداره د هغه پر مړينه خپله ژوره خواشيني څرګندوي او کورنۍ ته يې تسليت وايي.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې هم د يعقوبي روح ته د دعا په کولو د هغه مړينه د افغانستان رسنيو ته يوه ستره ضايعه ګڼلې ده.

سيد مولاداد يعقوبي د سيد امين کربلايي زوى په ١٣٦٤ لمريز کال د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې زېږېدلى او په هرات کې د يوه ښوونځي له ١٢ ټولګي څخه فارغ شوى و.

نوموړي له پژواک سره تر دندې وړاندې له ځينو نورو رسنيو لکه د هرات ملي ټلويزيون، اريانا ټلويزيون او د هلمند د څار له ويبپاڼې سره دندې ترسره کړې وې.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي: ((يعقوبي چې د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې او څو نورو خبري بنسټونو غړيتوب يې درلود، له صادقو او هڅاندو خبريالانو و چې ډېره کمه مسلکي روزنه يې ليدلې وه، خو په چټکۍ سره يې ځان ورساوه او تل به يې د خپلو کارونو په بهير کې ټولنيز نزاکتونه او د خبريالۍ اصول مرعاتول.))

د يعقوبي د خور زوى سيدانور چې په ژړغوني غږ پژواک ته وويل چې ماما يې يو خورا مهربان شخصيت و، پر ټولو دوستانو، خپلوانو او همکارانو ګران و.

هغه هم ټينګار وکړ چې يعقوبي ډېر مظلوم انسان او هر وخت له ستونزو سره لاس او ګرېوان و، خو د ټولو ستونزو په مقابل کې غلى و او ستونزې يې له نورو سره نه شريکولې.

د سيد انور په خبره، پلار يې مولاداد يعقوبي له ډېرې مودې راهيسې ناروغ دى. مېرمن، لور او زوى يې د هغه له مرګه وروسته تر اوسه هم نا خبره دي.

له يعقوبي د نرګس په نوم يوه اته کلنه لور او د نويد په نوم يو پنځه کلن زوى پاتې شول او مېرمن يې هم ناروغه ده.

د دغه خبريال مور هم تېر کال له ناروغۍ وروسته وفات شوه او پلار يې هم نابينا او فلج دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.