ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو پروژو کار بشپړ شو

خوست کې د دوو پروژو کار بشپړ شو

author avatar
11 Nov 2014 - 16:29
خوست کې د دوو پروژو کار بشپړ شو
author avatar
11 Nov 2014 - 16:29

خوست- تالقان ( پژواک ٢٠ لړم ٩٣): د پوهنې وزارت د مسلکي زده کړو مرستيال وايي، په خوست ولايت کې  د نيمه لوړو زده کړو د مسلکي انستيتيوتونو شمېر٧٠  ته لوړوي.

محمداصف ننګ دا څرګندونې د لړم په ٢٠ د خوست  په تڼيو ولسوالۍ کې د کرنې د مسلکي لېسې د پرانيستې پر مهال وکړې.

دا لېسه په ٢٥ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، دوه پوړونه،١٦ درسي او اته اداري خونې لري،چې د پوهنې وزارت د  ديارلس ميليونه، اوه سوه او شل  زره  افغانيو په لګښت  په يوه کال کې جوړه شوې.

ننګ وويل، د خوست ولايت په پوهنيز ډګر کې زيات پرمختګ شوى، د نيمه لوړو زده کړو ١٢مسلکي انستيتيوتونه لري.

هغه زياته کړه: ((په ډېر نږدې وخت کې د دغه انستيتيونو شمېر ٧٠ ته پورته ، په مختلفو حرفوي او مسلکي برخو کې به زده کوونکي په کې روزل کېږي.))

د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل ، په خوست کې ٤٢٠ ښوونځي شته؛ شاوخوا ٣٠٠ زده کوونکي په کې د  ٨٨٤٣  تنو ښوونکو له خوا زده کړې ترلاسه کوي.

ده وويل ، په خوست ولايت کې تراوسه ټول ښوونځي فعال دي، خو يواځينۍ ستونزه د ښوونکو د تشکيل کموالى او د پنځه پنځوس سلنه ښوونځيو ته د ودانيو نه شتون دى.

نوموړي د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه، چې دې ستونزو ته پاملرنه  وکړي، څو د ښوونې بهير لا پياوړى شي.

د نصيب الله په نامه د دې لېسې زده کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، خوشاله دى چې د ټنيو د کرنې د لېسې لپاره ودانۍ جوړه شوه.

نوموړي وويل، چې دې لېسې پخوا ودانۍ نه درلوده، زده کوونکي به يې په سختو شرايطو کې درسونه ويل.

د يوه بل خبر له مخې، نن د خوست ولايت د ګربزو او تڼيو ولسواليو ترمنځ د څلور عشاريه اته کيلومتره نښلوونکي سړک چارې پاى ته ورسېدې.

  والي عبدالجبارنعيمي وويل، دغه سړک ډېر مهم دى؛ ځکه  د دوو ولسواليو قومونه سره نښلوي.

د ده په خبره، دا سړک د نړيوال بانک د لس ميليونه، اوه سوه يوڅلوېښت زره افغانيو په مالي جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

د نوموړي په وينا، دغه سړک د تڼيو د دره ګي له سيمې پيل او د ګربزو ولسوالۍ د پتلانو تر سيمې غځېدلى دى.

هغه وويل،دا سړک په خامه شکل جوړ شوى، چې دوه ويشت پولګوټي ، شل متره استنادي دېوال او د پنځلس مترو په اوږدوالي سمنټي فرش  لري.

د سيمې اوسېدونکي محمود پژواک ته وويل، چې دا سړک بايد په اساسي ډول جوړ شي.

ده زياته کړه ، دا د خوست له سوداګريزو سړکونو ګڼل کېږي، بايد پاملرنه ورته وشي، ځکه د ده په وينا له دې لارې له پاکستانه راوارېدونکي توکي خوست ولايت ته راوړل کېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.