ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د ملي اردو درې منسوبين تښتول شوي

کندوز کې د ملي اردو درې منسوبين تښتول شوي

author avatar
11 Nov 2014 - 14:37
کندوز کې د ملي اردو درې منسوبين تښتول شوي
author avatar
11 Nov 2014 - 14:37

 کندوز (پژواک ٢٠ لړم ٩٣): د ملي اردو درې منسوبين نن سهار د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ٧:٣٠ بجې دوه عرادې ٤٠٤ ډوله موټر له تخار ولايت څخه د کندوز پر لوري روان و، د يو شمېر وسله والو کسانو له لوري چې د پوليسو جامې يې اغوستې وې؛ د خان اباد ولسوالۍ په چارسدې سيمه کې د دوه ساعتونو لپاره درول شوي .

 هغه وويل، چې وسله والو کسانو د دواړو موټرو سپرلۍ او مسافر پلټلي ، په پايله کې يې درې مسافر چې د ملي اردو د هويت کارتونه يې درلودل له ځانه سره وړي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې ياده موضوع يې ددغه ولايت له امنيتي چارواکو سره شريکه کړې ده.

 د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک ته وويل، چې په دې اړه پلټنې روانې دي او هڅه کوي چې تښتول شوي کسان د وسله والو له منګولو وژغوري.

 د يادولو ده، چې ډېرى وخت د دولت وسله وال مخالفين د پوليسو له يونيفورم څخه په ګټې په ياده لويه لاره کې موټر  دروي او تېر کال هم د ملي اردو څلور منسوبين د ناپېژاندو کسانو له لوري له تښتول کېدو وروسته وژل شوي و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.