تالقان (پژواک ٢١ لړم ٩٣):د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ کې د يوه کېبلي پله په جوړېدو سره د لسو کليو اوسېدونکو ته ترانسپورټي اسانتياوې برابرې شوې.
د تخار د والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بنګي ولسوالۍ په شينګر اب سيمه کې يو کېبلي پول جوړ شو، چې د سيمې څه باندې ۱۵ زره کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.
د هغه په وينا، دغه پول ۱۵۰ متر اوږدوالي لري چې ترڅنګ يې ۳۱۴ متره استنادي ديوالونه هم جوړ شوي.
نوموړي وايي چې دغه کېبلي پول د المان د پرمختيا وزارت په مالي او په تالقانو کې د اکټيډ موسسې په تخنيکي مرستو جوړ شوى دى.
د دغې ولسوالۍ د شينګر اب د سيمې اوسېدونکي وايي چې د دغه پله په جوړېدو سره لس کلي، بنګي او تالقان ښار سره ونښلول شول.
د سيمې اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وويل، تر دې وړاندې دوى خپل اړين توکي د څارويو په وسيله له بنګي ښار څخه نورو سيمو ته وړل.
نوموړي وايي: ((موږ اړ وو چې خپل محصولات بنګي ښار او خپلو سيمو ته اړين توکي په څارويو انتقال کړو،خو ددې پله په جوړېدو سره اوس به موکلي ته موټر هم راشي او ګڼې اسانتياوې به را ته په برخه شي. موږ ډېر خوښ يو.))
د بنګي ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى جلال الدين وايي، د بنګي سيند په اوړي او پسرلي کې د دغې ولسوالۍ ډېرو اوسېدونکو ته ستونزې پيدا کوي.
جلال الدين وايي په سيند کې د اوبو د ډېرېدو او سېلابونو له امله له لرګيو جوړشوي پلونه د سيند د غاړو کورونه، باغونه او کروندې سره وړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن