ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې لسګونه بهرنيان له دولت سره په جګړه بوخت دي

کندوز کې لسګونه بهرنيان له دولت سره په جګړه بوخت دي

author avatar
13 Nov 2014 - 16:05
کندوز کې لسګونه بهرنيان له دولت سره په جګړه بوخت دي
author avatar
13 Nov 2014 - 16:05

کندوز (پژواک ٢٢ لړم ٩٣): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ٢٤ وسله وال مخالفين د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې په داسې حال کې وژل شوي چې په ياد ولايت کې د داخلي طالبانو تر څنګ بهرنيان هم پر جګړې بوخت دي.

د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني وويل چې دغه ډله وسله وال د کندوز اړوند د ګورتپې په سيمه کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ١٢ نور وسله وال ټپيان شوي او امنيتي ځواکونو او ملکياتو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

بلخوا په شمال زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو ارکان مشر تورن جنرال غلام حيدر حيدر وايي چې په يادو وژل شوو کې د طالبانو مهم غړي هم شامل دي او نيول شوي کسان د ملي امنيت رياست ته سپارل شوي، څو څېړنې ترې وکړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو ١٦ پوستې چې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وې، بېرته نيول شوې او امنيتي ځواکونه د يادو پوستو پر بيارغونې بوخت دي.

د ملي اردو دغه مقام په ګورتپه، دښت ارچي او امام صاحب ولسواليو کې د داخلي وسله والو تر څنګ له ٧٠ تر ١٢٠ ازبک، چيچين او پاکستاني جنګياليو له شتونه هم خبر ورکړى او وايي چې دغه کسان تر اوسه له ګډو ځواکونو سره پر جګړې بوخت دي، خو له ګورتپې شړل شوي دي.

حيدر وايي، د شاهين ٩ په نوم دغه عمليات په ګورتپه کې د لړم په ١٧مه د ملي اردو د کومانډو او د ملي پوليسو د ځانګړو قطعو له لوري پيل شوي وو چې اوسمهال پاى ته رسېدلي او دغه عملياتو تر چهاردرې پراخ شوي دي.

وسله والو طالبانو په ګورتپه کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د چهاردرې ولسوالۍ په نهر صوفي سيمه کې د يوه ماين چاودنې پنځه عسکر وژلي او د هغوى يو ټانک له منځه وړل شوى دى.

له دغو عملياتو وروسته يو شمېر هغه کورنۍ چې د جګړې له امله بې ځايه شوې وې، خپلو کورونو ته راستنې شوې دي.

د ګورتپې يوه اوسېدونکي غلام رسول وويل، د دې سيمې شاوخوا ٦٠٠ کورنۍ چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د جګړې او نا امنيو له امله د کندوز بېلابېلو برخو ته کډه شوې وې، يو ځل بيا خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

هغه وايي: “په خپله ما هم د کندوز په ښار کې د خپلوانو کره تقريباً يوه مياشت تېره کړه، ډېر تنګ وو، خداى حاضر دى چې ان په ډوډۍ پورې هم حيران وو.”

هغه زياته کړه، اوس چې جګړه او نا امني پاى ته رسېدلې او له بل پلوه ژمى هم را رسېدلى، نو خپلې سيمې ته په ورګرځېدو ډېر خوشاله دى.

د يادولو ده، درې ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت ويلي وو، په هغو کومانډويي عملياتو کې چې په ګورتپې او دښت ارچي ولسواليو کې له هليکوپټرونو په ګټې ترسره شول، تخار ولايت ته د طالبانو د نومول شوي والي مولوي محمد اسماعيل په ګډون په کې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.