کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٣): ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير محمدنواز شريف به نن د دواړو هېوادونو د کرکټ د الف لوبـډلو ترمنځ د کېدونکې لوبې ننداره وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢٤مه له اسلام اباده د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شل اووريزه لوبه نن د غرمې دوولس نيمې بجې پيلېږي.
هغه زياته کړه، ياده لوبه د اسلام اباد په يوه ځايي لوبغالي کې ترسره کېږي چې نندارې ته به يې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزير محمد نواز شريف په ګډون د دواړو هېوادونو ګڼ نور لوړ پوړي چارواکي هم ورځي.
هوتک وايي چې دا لوبه يې د پاکستان له کرکټ بورډ سره په ګډه همکاري برابره کړې او هدف يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لا پياوړتيا ده.
دغه لوبه د پاکستان او افغانستان له ملي تلويزيونونو په ژوندۍ بڼه خپرېږي .
ولسمشر اشرف غني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره په دوه ورځني رسمي سفر پرون اسلام اباد ته رسېدلى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن