ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوې

هلمند کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوې

author avatar
15 Nov 2014 - 17:51
هلمند کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوې
author avatar
15 Nov 2014 - 17:51

لښکرګاه (پژواک ۲۴ لړم ۹۳): د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د دغه ولايت د عامې روغتيا د کتلوي معافيت امر ډاکتر عبيدالله داوودزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې يو نهه کلن ماشوم پر دې ناروغۍ اخته دى.

ده وويل که څه هم په ياده سيمه کې روان کال پنځه ځلې واکسين ترسره شوى خو بيا هم يو ماشوم ګوزڼ ناروغي لري.

د هغه په وينا چې په دغه ولايت کې د پوليو ٢٥ مشکوکې پېښې وې چې تر څېړنو وروسته يوازې يوه پېښه مثبته وه.

داوود زاده زياتوي، سبا (د لړم ٢٥مه) به د هلمند په ټولو ولسواليو کې د واکسين کمپاين پيل شي چې په ترڅ کې به يې اووه سوه زره ماشومانو ته واکسين وشي.

د مرکز لښکرګاه په بُست روغتون کې تر درمنلې لاندې د يو شمېر ناروغانو پايوزانو پژواک ته وويل، چمتو دي چې خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي.

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي سلطان محمد پژواک ته وويل، هغه سيمه چې دوى په کې اوسېږي د وسله والو نفوذ په کې ډېر دى خو د واکسين پر وړاندې هېڅ ستونزه نشته.

د ګرشک او سنګين ولسواليو تر منځ د ميرمنداب سيمې يوه اوسېدونکي عصمت الله پژواک ته وويل پخوا به خلکو پر واکسين باور نه درلود خو اوس خلک خپل ماشومان واکسينوي.

د روان کال په پيل کې څلور مياشتې د دغه ولايت له مرکز لښکرګاه پرته په ټولو ولسواليو کې د واکسين کمپاين بند شوي و خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

تر دې مخکې د پکتيا د عامې روغتيا چارواکو ويلي وو چې په سوېل ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په سوېل ختيځ زون کې د کتلوي معافيت د ځانګې مسوول ډاکتر نوراحمد محمودي د لړم په ٢١مه پژواک ته وويل، په دغو پېښو کې يوه په غزني، دوه په پکتيکا او يوه يې په خوست ولايت ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.