ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د کرکټ لوبډله تقدير او د مولانا فضل الرحمن خبرې تقبيح کړې

مشرانو جرګې د کرکټ لوبډله تقدير او د مولانا فضل الرحمن خبرې تقبيح کړې

author avatar
16 Nov 2014 - 15:02
مشرانو جرګې د کرکټ لوبډله تقدير او د مولانا فضل الرحمن خبرې تقبيح کړې
author avatar
16 Nov 2014 - 15:02

کابل (پژواک ٢٥ لړم٩٣): مشرانو جرګې پرېکړه وکړه،چې د کرکټ ملي لوبډله به هېواد ته له راستنېدو وروسته په نغدي جايزو او ستاينليکونو تقدير کړي.

دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې په کلکه وغندلې.

تېره ورځ د افغانستان د کرکټ  الف لوبډلې د پاکستان الف لوبډلي ته په اسلام اباد کې داسې مهال ماتې ورکړه،چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير نوازشريف هم په لوبغالي لوبه له نږدې ليدله.

په مشرانو جرګه کې د خوست استازي انارکلي هنريار وويل،چې د افغانستان د کرکټ لوبډله په دې وتوانيدله،چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې ته تاريخي ماتې ورکړي .

هغې له مشرانو جرګې څخه غوښتنه وکړه،چې د کرکټ لوبډله په نغدي او غير نغدي جايزو ونازوي.

په ياده جرګه کې د زابل استازي محمد حسن هوتک وويل،چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې خپله اتلوالي په دې لوبه کې نړۍ ته ثابته کړه .

هغه زياته کړه ،چې د کرکټ د تېرې ورځې بريا نړيوالو ته دا وښودله،چې افغانان وړتياوي لري او په خپل هېواد کې د سولې غوښتونکي دي .

په ياده جرګه کې د کابل استازى نثار احمد حارس هم وايي،چې د هېواد کرکټ الف لوبډلې پاکستان ته د هغوى د لومړي وزير پر وړاندې ماتې ورکړه او د هېواد لپاره يې ستر وياړ ترلاسه کړ.

ده هم ټينګار وکړ،چې د کرکټ لوبډلې ته بايد نغدي جايزې او ستاينليکونه ورکړل شي .

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم وويل،چې افغان کرکټ  لوبډلې وکولى شول د پاکستان لوبډلې ته تاريخې ماتې ورکړي.

مسلميار زياته کړه ،چې هېواد ته له راستنېدو وروسته به دغه جرګه د کرکټ لوبډلې ته نغدي جايزې او ستاينلکونه ورکړي .

د مسلميار څرګندونې د جرګې د غړيو له لوري د لاسونو په پورته کولو سره تاييد شوې .

دغه راز د مشرانو جرګې ځينو غړيو د پاکستان د جمعيت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن څرګندونې په کلکه وغندلې.

ولسمشر غني پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان د جمعيت علماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم وليدل او تر دې ليدنې وروسته فضل الرحمن رسنيو ته ويلي، تر هغه چې بهرنيان په افغانستان کې شتون ولري، په افغانستان کې سوله نه راځي او د دوى دفاعي هڅې به د بهرنيو پر وړاندې دوام ولري.

په ياده جرګه کې د بغلان استازي نظرمحمد فقيري وويل،چې د مولانا فضل الرحمن څرګندونې غير اسلامي او غير انساني دي .

د هغه په وينا، د افغانستان پر ځاى په پاکستان کې جهاد ځکه روا دى ،چې دلته د اسلامي قانون پر بنسټ او پاکستان کې د کفري قانون پر بنسټ پرېکړې کيږي .

هغه زياته کړه : ((دلته جهاد روا دى که پاکستان کې خپله د مولانا فضل الرحمن دوه لوڼې په لندن کې سبق وايي او فضل الرحمن د اى اس اى سړى دى .))

په ياده جرګه کې د اروزګان استازى امان الله عظيمي وايي،چې مولانا فضل الرحمن عالم نه، بلکې يو مفسد انسان دى ،چې په افغانستان کې د مسلمانانو وينه تويونه روا بولي .

هغه زياته کړه : ((خپل بچيان لندن ته د درس لپاره استوي او زموږ بېچاره بچيانو ته ځانمرګيان را استوي.))

په ياده جرګه کې د باميانو استازى هدايت الله رهايي بيا وايي ،چې د افغانستان د علماوو شورا بايد په افغانستان کې د مولانا فضل الرحمن د جګړې د فتوا ورکولو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

ده هم وويل،چې مولانا فضل الرحمن يو ديني عالم نه، بلکې د پاکستان د استخباراتو سړى دى او ټولې څرګندونې د پاکستان د استخباراتو په وينا کوي .

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل،چې د بهرنيو چارو وزارت بايد د ډيپلوماتيکو اړيکو له لارې د مولانا فضل الرحمن څرګندونې تعقيب کړي او په اړه يې مشرانو جرګې ته راپور ورکړي .

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.