ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېوادوالو د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د بريا جشن وکړ

هېوادوالو د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د بريا جشن وکړ

author avatar
16 Nov 2014 - 10:48
هېوادوالو د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د بريا جشن وکړ
author avatar
16 Nov 2014 - 10:48

کابل ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٣ ) : سلګونو هېوادوالو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د بريا جشن په اتڼونو او ډولونو ونمانځه.

 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې پرون په يوه دوستانه ١٥ اووريزه لوبه کې د پاکستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه، ددې لوبې نندارې ته ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړى وزير نواز شريف هم ورغلي وو.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې  د نجيب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبې له امله دا لوبه وګټله، د   لوبې له ګټلو سره د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې سلګونه هېواد وال په داسې حال کې سړکونو  او لارو ته راووتل، چې ملي بيرغونه ورسره وو، په اتڼونونو او نڅاګانو يې خوښۍ ونمانځله.

 

په کندهار ولايت کې هم سلګونو ځوانانو د کرکټ د بريا جشن په اتڼونو ونمانځه.

سلګونه ځوانان چې په خپلو موټرو  يې ملي بيرغونه ځوړند کړي وو، د شپې تر ناوخته د کندهار ښار په واټونو وګرځېدل او په بېلابېلو څلور لارو کې يې اتڼونه وکړل.

د اتڼونو او خوښيو نندارې ته د کندهار ښار د هرې سيمې ماشومان، ځوانان او سپين ږيري راوتلي وو او ويل يې چې د کرکټ لوبغاړو هېوادوالو ته بيا تاريخي خوښي ور په برخه کړې.

هغوى په دې خوښي ښودله چې په يوه لوبه کې د هېواد د کرکټ الف لوبډلې د پاکستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نولس کلونو لوبډله بيا کويټ ته په ماتې ورکولو د ٢٠١٦ کال نړيوالو سياليو ته وتلې ده.

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکي عبدالواسع هڅيال پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم خلک د کرکټ په دواړو برياوو ډېر خوښ دي، خو تر ټولو ډېر په دې خوشحاله دي چې افغانستان په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

هغه زياته کړه، همدا د کرکټ ملي لوبغاړي دي، چې تل يې هېوادوالو ته خوښي ور په برخه کړې، هغوى ته يې د يووالي او راتلونکي ته د هيله من  کېدو احساس ورکړى.

نوموړي له چارواکو وغوښتل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځوانانو ته د زده کړې تر څنګ د سالمو لوبو فرصتونه برابر کړي، تر څو له جګړو او نورو جرمونو وژغورل شي او د هېواد د خوښۍ او سرلوړۍ لپاره په کار راشي.  

دغه راز په مزارشريف ښار کې هم پاکستان ته د افغانستان د سترې ماتې په خوښۍ کې لسګونو ځوانانو د موټرو د کاروان په راويستو جشن وکړ.

دغه کاروان، چې د ويښ ځوانانو غورځنګ او د بلخ ادبي ځوځښت له خوا جوړ شوی وو، د بلخ ولايت له بېلا بېلو څنډو څخه په کې د کرکټ مينه والو برخه واخيسته.

د موټرو کاروان، چې په ملي بيرغونو پوښل شوی وو، ملي او د کرکټ اړوند سندرې يې   غږولې .

په بلخ ولايت کې د ويښ ځوانانو غورځنګ مسوول غلام رسول پژواک اژانس ته وويل، دوی خوښ دی، چې د پاکستان پر وړاندې د خپلو ملي اتلانو ستره بريا نمانځي.

نوموړي زياته کړه،چې د لوبې پاى رسېدو ته لا پنځه اورونه پاتې وو، چې دوی د افغان لوبډلې پر بريا يقيني شول او د جشن تابيا يې ونيوله.

د بلخ ادبي خوځښت غړي امرالدين کاکړ وويل، چې د دغې بريا يو ارزښت دا هم وو، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړى وزير نوازشريف يې نندارې ته ناست وو.

نوموړي زياته کړه، چې ياده بريا د افغانستان لپاره د سپورټي ارزښت تر څنګ سياسي ارزښت هم لري.

د ختيځو ولايتونو ننګرهار او لغمان سلګونه اوسېدونکي هم لارو او سړکونو ته راووتل او د شپې تر ناوخته يې خپلې خوښۍ نمانځلې

محمد امين، چې  په دې مراسمو کې يې برخه لرله، وويل چې ډېره موده وروسته د پاکستان پر خلاف د سترې بريا جشن کې برخه اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې دولت ته په کار دي، چې له دې وروسته د کرکټ د پرمختګ لپاره هراړخيزې مرستې وکړي.

دغه راز په خوست، ګردېز ، کلات او يو شمېر نورو ښارونو کې هم سلګونو هېوادوالو په ډولونو او اتڼونو دغه خوښي ونمانځله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.