ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځ کې د ګوزڼ پېښې کمې شوې دي

په ختيځ کې د ګوزڼ پېښې کمې شوې دي

author avatar
16 Nov 2014 - 16:40
په ختيځ کې د ګوزڼ پېښې کمې شوې دي
author avatar
16 Nov 2014 - 16:40

جلال اباد ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار  د عامې روغتيا رياست وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په ختيځه سيمه کې د ګوزڼ پېښې کمې شوې دي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کامه وال دغه څرګندونې د لړم په ٢٥مه، په دې ولايت کې د ګوزڼ واکسين د کمپاين د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه زياته کړه، که څه هم  تېر کال  په دې سيمه کې شاوخوا اوه پېښې ثبت شوې وې، خو په سږني کال کې د مثبتو پېښو شمېر پنځه دى.

دى وايي، دوى په دې هڅه کې دي تر څو ياده شمېره صفر ته راټيټه کړي.

نوموړي زياته کړه چې له يادو پېښو څخه يې دوه پېښې په ننګرهار  ،دوه  لغمان  او يوه پېښه په کونړ کې ثبت شوې ده.

دى وايي، چې په تېرو مياشتو کې يې چې له اوبو کومه بېلګه اخيستې وه، په هغو کې د پوليو ويروس موجود و، خو په دې وروستيو مياشتو کې يې چې کومه بېلګه اخيستې تر اوسه پورې يې معلومات نه دي شوي.

ډاکټر کامه وال وويل، نن يې د پوليو درې ورځنى کمپاين پيل کړى چې په ټوله ختيځه حوزه کې به د نهه سوه زره په شاوخوا کې هغو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکړل شي د کومو چې عمرونه له پنځو کلونو کم دي.

د عامې روغتيا رييس وايي، که چېرې په کومه سيمه کې د پوليو واکسين تطبيق نه شي نو د سيمې د ګڼو ماشومانو راتلونکى له ګواښ سره مخ کېږي .

ډاکټر کاموال پر امنيتي ځواکونو، وسله والو،قومي مشرانو او ديني علماو غږ وکړ، چې د پوليو واکسين په تطبيق کې مرسته وکړي.

د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاء الله لودين هم پژواک اژانس ته وويل چې ولايتي اداره د پوليو د مثبتو پېښو پر پېدا کېدو خواشينې ده.

دى له قومي مشرانو او ديني علماوو غواړي چې په خپله سيمه کې د پوليو واکسين کمپاين ته زمينه برابره کړي او خپل ماشومان واکسين کړي.

د ده په خبره، چې وسله وال مخالفين هم بايد د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره د پوليو واکسين کمپاين مخنيوى ونه کړي، بلکې مرسته ورسره وکړي،چې په راتلونکي کې له مشکلاتو خلاص شي.

والي وويل: (( دا د خواشينۍ ځاى دى چې نن په ختيځه حوزه کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي، په کار ده چې په ختيځ کې يوه پېښه هم نه واى.))

د والي په وينا، چې دوى که څه  هم خواشيني دي خو خوښي په دې ښيي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د پوليو پېښې کمې شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.