محمود راقي ( پژواک، ٢٥ لړم ٩٣ ) : په کاپيسا ولايت کې ٣٠ تنه ښځينه نرسانې تر دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې.
د کاپيسا د عامې روغتيا چاروکي وايي چې د ۳۰ تنو ښځينه نرسانو له فارغېدو سره به ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې روغتيايي خدمتونه ترسره کړي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر مرزا محمد رجا د لړم په ٢٥مه، ددغو نرسانو د فراغت په مراسمو کې وويل چې دوى ته د اېم ار سي په مرسته دوه کلنه زده کړه ورکړل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د تيورۍ زده کړې ترڅنګ دغو نرسانو ته په بېلا بېلو روغتونونو کې عملي زده کړې هم ورکړل شوې دي.
د نوموړي په وينا، فارغې شوې نرسانې اوس کولى شي د خپلو سيمو په کلينيکونو کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
فارغو شويو نرسانو په دغو مراسمو کې سوګند وکړ، چې له کوم تعصب او پلوۍ پرته به د ټولو ناروغانو درملنه کوي .
د روضيه په نامه يوې فارغې شوې نرسې پژواک اژانس ته وويل : ((موږ دوه کاله له پوهو استادانو څخه زده کړې کړي او اوس به په خپلو سيمو کې د خپلو خلکو خدمت وکړو.))
په دې مراسمو کې د يادې موسسې له خوا هرې فارغې شوې نرسې ته روغتيايي وسايل هم ورکړل شول، تر څو په خپلو سيمو کې ترې ګټه پورته کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن