ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم وېشل کېږي

د هلمند کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم وېشل کېږي

author avatar
17 Nov 2014 - 15:25
د هلمند کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم وېشل کېږي
author avatar
17 Nov 2014 - 15:25

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ لړم۹۳): د هلمند ولايت د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت د مرکز په ګډون په ۱۱ ولسواليو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي.

د هلمند د کرنې د ترويج مدير شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه۵۵۰ مټريک ټنه د اصلاح شوو تخمونو په وېش سره به د کروندګرو په حاصلاتوکې ښه والى راشي.

د ده په وينا، ياد تخمونه يې په خپلو څېړنيز فارمونو کې اصلاح کړي او د ولسواليو د ټولنيزو شوراګانو له خوا به هغو کروندګرو ته ورکړل شي چې پخوا ترې نه دي برخمن شوي.

نوموړي زياته کړه هر کروندګر ته به ۵۰ کيلوګرامه اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي چې په دوه جريبه کې کرل کېږي.

ده وويل چې ټولټال به ياد تخمونه په ۴۴۰۰ هکټاره ځمکه کې وکرل شي چې په احتمالي ډول سره به ۲۲ زره مټريک ټنه حاصل ترې ترلاسه شي.

د ترويج د مدير په خبره، د اصلاح شوو تخمونو ګټه دا ده چې له يوې خوا ښه حاصل او له بلې خوا دغه تخمونه ښه ډوډۍ ورکوي او له اصلي قيمت څخه په ۷۰ سلنه تخفيف کروندګرو ته ورکول کېږي.

د لښکرګاه اړوند د باباجي سيمې يوه کروندګر خان اقا پژواک اژانس ته وويل، د يادو تخمونو وېش به د کروندګرو په تشويق او د هغه د حاصلاتو لپاره ښه پايله ولري.

د ده په وينا چې دغه اصلاح شوي تخمونه د عادي تخمونو په پرتله ډېر حاصلات ورکوي او کېداى شي ښه بازار هم ولري.

د ناوې ولسوالۍ يوه کروندګر ښايسته خان پژواک ته وويل، د دوى غوښتنه دا ده چې د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ په عادلانه ډول ترسره شي.

د يادولو ده، تېر کال د کيمياوي سرو په ګډون ۱۸۵ مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه کروندګرو ته وېشل شوي وو چې د چارواکو په وينا پايلې يې ښې وې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.