کابل ( پژواک، ٢٧ لړم ٩٣ ) : د کابل د طلايي ښارګوټي په يوه اپارتمان کې اور لګېدلى دى.
د کابل دامنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي د لړم په ٢٧مه، ويلي چې دا اور د ياد ښارګوټي ديوه اپارتمان په لوړ پوړ کې لګېدلى دى.
خو هغه ددې اور لګېدو د لامل او د اوښتو زيانونو په اړه معلومات نه درلودل.
د طلايي ښارګوټي يو تن اوسېدونکي رحيم ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوى د اپارتمان ترڅنګ په يوه بل اپارتمان کې اور لګېدلى دى.
دى وايي چې د اور لمبې او لوګي له ښارګوټي څخه پورته کېږي او سيمې ته اطفاييه رارسېدلې ده.
د نوموړي په وينا، پوليس او د سيمې اوسېدونکي هم له اطفايې سره په ګډه د اور د مړ کولو هڅې کوي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن