کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٣): د پاکستان د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار سرتاج وايي، دوى ځکه افغان طالبان نه په نښه کوي چې هغوى د پاکستان پر ضد نه دي.
سرتاج عزيز دغه څرګندونې له بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکه کې چې د لړم په ٢٧مه خپره شوې، کړې دي.
هغه زياته ويلي: ((کله چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ، نو ټول هغه وسله وال چې زموږ له خوا مجهز او روزل شوي وو، زموږ هېواد ته را واړول شول، ځيني يې موږ ته خطر دي او ځيني يې نه دي، موږ ولې د ټولو دښمني واخلو.))
سرتاج عزيز دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځواکونه يې له تېرو څو مياشتو راهيسې په شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي او چارواکي يې ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې له کوم توپير پرته ټول وسله وال په نښه کوي.
امريکا او د افغانستان حکومت پر پاکستان نيوکه کوي چې دغه عمليات بې ګټې دي، د حقاني ډله او افغان طالبان نه په نښه کوي.
سرتاج عزيز په دې مرکه کې ويلي: ((څوک چې د امريکا دښمن دي، ولې زموږ هم دښمن شول؟))
هغه وايي، افغان طالبان د افغانستان مسئله ده، د حقاني شبکه د افغان طالبانو يوه برخه ده، د افغانستان حکومت بايد له هغوى سره خبرې وکړي.
سرتاج عزيز زياته کړې: ((موږ له خپل اړخه هڅه کوو چې افغان طالبان د خبرو مېز ته تيار کړو، خو اوس ورسره پخوانۍ اړيکې نه لرو.))
بلخواد پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده تسنيم اسلم د ملي امنيت د سلاکار سرتاج عزيز بي بي سره د وروستۍ مرکې په اړه ويلي دي، چې هغه دغه څرګندونې په تاريخي لحاظ کړې دي.
د وياند په وينا، په اوسنيو حالاتو کې پاکستان په شمالي وزيرستان کې له کوم امتياز پرته د ټولو وسلوالو ډلو پر ضد د ضرب غضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي دي .
هغې ټينګار کړې، چې د پاکستان دريځ ته بايد د هغو ژمنو په رڼا کې وکتل شي، چې د هر ډول ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې يې خپل کړى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن