ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د بست روغتون خدمتونه پراخ شوي

د هلمند د بست روغتون خدمتونه پراخ شوي

author avatar
19 Nov 2014 - 12:16
د هلمند د بست روغتون خدمتونه پراخ شوي
author avatar
19 Nov 2014 - 12:16

لښکرګاه (پژواک، ٢٨ لړم ۹۳): د هلمند د بُست روغتون د بسترنو په ډېرېدو روغتيايي اسانتياوې رامنځته شوې او هره اوونۍ په کې تر دوه زره د عاجلو ناروغانو درملنه کېږي.

د دغه روغتون رييس ډاکتر نثاراحمد بارک پژواک اژانس ته وويل، ياد روغتون پخوا۱۵۰ بسترونه درلودل، خو اوس يې د بسترونو شمېر۲۵۰ ته لوړ شوى چې له امله يې کارونه خدمتونه ښه شوي دي.

دى وايي، د بې پولو ډاکترانو په مرسته هره ورځ د ۲۰۰ عاجلو او په عادي ډول د ۳۵ په شمېر د ولادي ناروغانو درملنه کوي.

ډاکتر بارک وويل، تر دې مخکې د بُست روغتون د بسترونو او خدماتو د لږوالي له امله د هلمند ډېرى ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل.

بارک زياتوي: ((اوس مو خدمات له ګاونډيو سره مقايسه کولاى شئ، يو شمېر کورني او بهرني متخصصين لرو چې ښه درملنه کوي، په لوړ کيفيت درمل راته له جرمني هېواده راځي.))

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکى محمدعيسى چې ياد روغتون ته يې د درملنې لپاره خپل ورور راستلى و، وايي، په بست روغتون کې تر پخوا روغتيايي خدمات ښه شوي دي.

ده وويل: ((د ورور لاس مې مات شوى، د هډوکو په بخش کې يې ښه درملنه وشوه، اوس دلته بستر دى او ډاکترانو راته ويلي چې ژر به يې رخصت کړو.))

خو ده يادونه وکړه چې د بُست روغتون د ناروغانو د پايوزانو لپاره د ناستې او پاتې کېدو ځاى نه لري چې بايد دې ته پاملرنه وشي.

د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي ملا محمدقاسم پژواک ته وويل، د بُست په روغتون کې يې ماشوم تر درمنلې لاندى دى چې په وړيا ډول يې ښه درملنه کېږي.

په ياد روغتون کې د بې سرحده ډاکترانو مرسته له نږدې پنځو کلونو راهيسې روانه ده او په دې وروستيو کې د دغه روغتون لپاره د دولت تر څنګ د مرسته کوونکو پاملرنه ډېره شوې ده.

په هلمند کې پر بُست روغتون سربېره ٧٠ واړه او غټ روغتونونه، روغتيايي مرکزونه او کلينيکونه شته چې په بېلابېلو ولسواليو کې فعال دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.