ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د مېرمنو لپاره د خياطۍ کورس پيل شو

پکتيا کې د مېرمنو لپاره د خياطۍ کورس پيل شو

author avatar
19 Nov 2014 - 16:45
پکتيا کې د مېرمنو لپاره د خياطۍ کورس پيل شو
author avatar
19 Nov 2014 - 16:45

ګردېز-جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ٩٣): په پکتيا ولايت کې د لسګونو مېرمنو لپاره د خياطۍ کورس پرانيستل شو او په جلال اباد کې د افغان-ترک لېسې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ياد کورس د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد، د ولايتي ادارې چارواکو، وکيلانو او د ښځو ټولنو فعالانو برخه اخيستې وه.

د ياد ولايت د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه کورس کې دېرش هغه مېرمنې برخه لري چې يا بېوزله دي او يا يې د کورنيو غړي په جګړه کې وژل شوي وي.

نوموړې زياته کړه چې دغه کورس د کډوالو د نړيوالې ادارې يا يو اېن اېچ سي ار په مالي مرسته جوړ شوی او څلور مياشتې به دوام ولري.

هغه وايي چې په دغه کورس کې ښځو ته د خياطۍ، ګلدوزۍ او حجاب ګنډنې زده کړې ورکول کېږي.

اورياخېل له مرستندويې موسسې په مننې وويل چې لا هم په لرو پرتو سيمو کې ښځې د اقتصادي ستونزو له امله کړېږي او بايد په راتلونکي کې دا او دې ته ورته نورې موسسې هم په دې برخه کې مرستې وکړي.

له بلې خوا د دغه کورس ګډونوالې د دغو زده کړو په ترلاسه کېدو سره خوښي ښيي خو وايي چې په راتلونکي کې بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.

د دغه کورس يوه ګډونواله روبينه وايي: ((موږ د ښځو چارو رياست او مرستندويه موسسې څخه مننه کوو چې موږ ته يې د زده کړې زمينه برابره کړه.))

هغې زياته کړه چې په راتلونکي کې هم بايد دا ډول موسسې له ښځو سره په اقتصادي برخه کې مرستې وکړي او د کار زمينه ورته برابره کړي.

د هغې په وينا، له دې وروسته به د کار په زده کولو سره وکولای شو چې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کړو او په خپل کاروبار کې لا پرمختګ وکړو.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د افغان –ترک لېسې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانيستل شوه.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د دې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې د پوهنې سرپرست وزير ډاکتر فاروق وردګ، د ننګرهار والي د دغه وزارت د اسلامي تعليماتو مرستيال، د افغان – ترک لېسې مسوولينو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، دا ودانۍ چې ٣٠ خونې او نور ملحقات لري په پنځه جريبه ځمکه کې جوړه شوې او يو نيم ميليون امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى دى.

دى وايي چې په دغه ښوونځي ٧٥٠ زده کوونکي زده کړې کوي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، له تېرو شلو کلونو راهيسې د افغان-ترک د خصوصي لېسو ادارې په افغانستان کې فعاليت پيل کړی او تر دې مهاله يې په ۱۴ لېسو کې ۵۰۰۰ زده کوونکي فارغ او لا هم څه باندې څلور زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.