کندهار ښار (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): په کندهار ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ملي اردو پنځه سرتېري ژوبل شوي دي.
د کندهار د ولايت وياند صميم خپلواک د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند د کابل دروازې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د ملي اردو يو رينجر موټر د سپرليو له ٣٠٣ موټر سره جنګېدلى دى.
دى وايي چې په دې پېښه کې رينجر ويجاړ او په کې ناست پنځه سرتېري ژوبل شوي دي.
د خپلواک په وينا، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوى ته پنځه ټپيان ور وړل شوي، چې د دوو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن