کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٣): پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي چې افغانستان به هېڅکله په خپله خاوره کې پاکستان او هندوستان ته د نيابتي جګړې اجازه ورنه کړي.
پخواني ولسمشر دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د پاکستان پخواني ديکتاتور متقاعد جنرال پروېز مشرف په يوه مرکه کې ويلي وو چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د هند او پاکستان نيابتي جګړه پيل شي.
حامد کرزي چې پرون د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې يوه کنفرانس ته وينا کوله، د مشرف څرګندونې په کلکه رد کړې او هغه دردونکې وبللې.
مشرف دا هم ويلي وو چې په افغانستان کې د نيابتي جګړې له پيل سره به پاکستان له پښتنو او هندوستان له تاجکو سره اړيکې پياوړې کړي.
خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو د ردولو تر څنګ ويلي چې هندوستان به هم په افغانستان کې د دغه ډول حالت رامنځته کېدو ته اجازه ورنه کړي.
هغه د افغانستان خلک په قوميتونو وېشلو سره د پروېز مشرف څرګندونې دردونکې وبللې او د افغانستان دغو لويو قومونو ته يې سپکاوى وباله.
حامد کرزي زياته کړې: ((د افغانستان د قومونو په اړه د مشرف دا ډول څرګندونې د افسوس او خواشينۍ وړ دي.))
پخواني ولسمشر ويلي چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري او پښتانه به هېڅکله د پرديو لپاره ونه کارول شوي، د دوى په اړه دا ډول څرګندونې دغه لوى قوم ته سپکاوى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن